نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هند اپوزیسیون ګوند د مودي حکومت له پاکستان سره په شخړه کې د پوځي تلفاتو په پټولو تورن کړ
د هند کانګرس ګوند د دفاع وزیر د استعفا او د لومړي وزیر مودي نه د خلکو نه د  بښنې غوښتو غوښتنه وکړه؛دا وروسته له هغه چې هند تر یو کال ډېر ځنډ وروسته ومنله چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې له پاکستان سره په "سیندور عملیاتو" کې شپږ سرتېري وژل شوي دي
د هند اپوزیسیون ګوند د مودي حکومت له پاکستان سره په شخړه کې د پوځي تلفاتو په پټولو تورن کړ
د هند اپوزیسیون ګوند د مودي حکومت له پاکستان سره په شخړه کې د پوځي تلفاتو په پټولو تورن کړ

د هند اصلي اپوزیسیون ګوند، کانګرس، د دفاع وزیر راجنات سینګ د استعفا غوښتنه کړې او هغه یې تورن کړی چې د "سیندور عملیاتو" پر مهال د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې د هېواد پارلمان ته غلط مالومات ورکړي دي.

پر مرکزي حکومت د بریدونو په زیاتولو سره، دغه ګوند د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په عملیاتو کې د شپږو پوځي منسوبینو د مړینې په اړه د لومړي وزیر نریندرا مودي څخه وغوښتل چې بښنه وغواړي.

د کانګرس د پخوانیو سرتېرو د څانګې رئیس (متقاعد) ډګروال روهیت چوهدري او (متقاعد)  وینګ کمانډر انوما اچاریه په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې د شپږو پوځي منسوبینو — پنځه له هندي پوځ او یو د هند له هوايي ځواک څخه — د مړینې په پټولو سره، حکومت هغوی له خپل حق څخه چې عامه پیژندنه او عزت دی، بې برخې کړي دي.

اپوزیسیون پر حکومت د سیاسي خیانت تور پورې کړ
وینګ کمانډر اچاریه وویل چې پخوانیو حکومتونو به په عامه توګه د هر هغه سرتېري درناوی کاوه چې خپله ځانګړې قرباني یې ورکوله، خو اوسنی حکومت یې د وسله والو ځواکونو په "سیاسي کولو" تورن کړ. هغې وویل: "د مودي حکومت، چې له اردو او سرتېرو څخه سیاسي ګټه اخلي، په وار وار له هېواد او سرتېرو سره خیانت کړی دی."

ډګروال چوهدري د هند پر برحال واکمن ګوند (بي جي پي) تور پورې کړ چې د وسله والو ځواکونو په نوم د رایو ترلاسه کولو لپاره له سرتېرو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. چوهدري وویل: "کله چې دفاع وزیر راجنات سینګ په پارلمان کې درواغ ویل چې هیڅ سرتېری نه دی وژل شوی، د بي جي پي وکیلانو ورته چکچکې کولې. راجنات سینګ د هېواد اردو او سرتېرو ته سپکاوی کړی دی. موږ د هغه د استعفا غوښتنه کوو." نوموړي دا پوښتنه هم راپورته کړه چې ولې د دغو سرتېرو د نومونو په ډاګیزه کولو کې ۱۳ میاشتې وخت تېر شو.

د ګوند د غوښتنو په ترڅ کې، ډګروال چوهدري وویل چې کانګرس به پر خپله رهبرۍ فشار راوړي ترڅو د دفاع وزیر په وړاندې په پارلمان کې د "امتیازاتو څخه د سرغړونې" یو وړاندیز مطرح کړي.

هند د هغو شپږو سرتېرو نومونه چې په "سیندور عملیاتو" کې وژل شوي وو، د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له شخړې څخه تر یو کال زیات وخت وروسته خپاره کړل. تر اوسه پورې، د هند حکومت په رسمي ډول د دغو کسانو هویت نه و څرګند کړی، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د هندي پوځ د مرګ‌ژوبلې په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

وپلټۍ
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
ایران پر بحرین او کویټ د بریدونو ادعا وکړه او له امریکا سره یې د خبرو اترو د درولو ګواښ وکړ
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
بورکینافاسو له فرانسې سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې
تورکیه او کاناډا وایي په انقره کې د ناټو د سرمشریزې دمخه د اړیکو په پیاوړتیا کار کوي
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي
لبنان، اسرائیل او امریکا د سولې د هوکړې لپاره یو تاریخي چوکاټ لاسلیک کړ
په لاس انجلس کې د "ترکش وایب زون" تورکیې فرهنګي زون زرګونه نندارچیان راجلب کړل
ایران د خپلو ګاونډیو له فضا څخه د اسرائیلو د نظامي الوتنو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ
ناټو په تورکیه کې یوې متحدې جبهې د جوړولو په لټه کې ده؛دفاعي لګښتونه او اوکراین د اجنډا په سر کې دي
تورکیې نړیوال جام د"ډي" ګروپ په وروستۍ لوبه کې امریکا متحده ایالاتو ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه
سویلي کوریا د اوکراین او ایران د جګړو له درسونو وروسته د ۵۰۰،۰۰۰ 'ډرون جنګیالیو' د روزلو پلان لري
د روسیې دفاع وزارت  تیره شپه  د ۶۶۰ اوکرایني ډرون الوتکو د ویشتلو نه خبر ورکړی دی .