افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د تېرې ورځې په بریدونو کې د لسګونو ملکي وګړو مرګ‌ژوبله مستنده کړې ده؛ هغه بریدونه چې د طالبانو چارواکي یې پړه پر ګاونډي هېواد پاکستان اچوي.
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې / Reuters

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د تېرې فبرورۍ میاشتې له پای څخه چې د دواړوګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوې، سلګونه کسان وژل شوي دي، که څه هم په وروستیو اونیو کې جګړه تر ډېره کمه شوې وه.

د کونړ ولایت یوه روغتیايي چارواکي وویل چې د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي زیاتوالي له امله اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې هغوی په هغو بریدونو کې "د لسګونو ملکي وګړو وژل کېدل یا ټپي کېدل" ثبت کړي دي چې پر یوه پوهنتون او د ولایت د مرکز اسداباد پر نورو سیمو شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه "د هېواد د ارضي تمامیت څرګنده سرغړونه" وبلله او په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ. بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دې وړاندې پر استوګنیزو سیمو یا پوهنتون برید رد کړی و او دا ډول ادعاوې یې "سپین سترګې درواغ" بللي وو.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریال د اسداباد په پوهنتون کې ماتې شوې کړکۍ او زیانمن شوي سولرونه لیدلي دي. ۲۰ کلن عرفان الله، چې د روانپوهنې محصل دی، وویل چې د یو زورور غږ له اورېدو وروسته ټول محصلین پر ځمکه پریوتل. هغه وویل: "هر محصل هڅه کوله چې یو خوندي ځای ته ځان ورسوي، خو کړکۍ ماتې شوې او ځینې محصلین ټپیان شول."

د عبادالله په نوم یو بل محصل وویل چې له برید وروسته بهر ته وتښتېد: "محصلین وتښتېدل، بوټان او کتابونه پر ځمکه پاتې شول." دغو دواړو محصلینو د امنیتي ستونزو له امله خپل تخلصونه ونه ښودل.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوې دي. دا وروستی تاوتریخوالی سږ کال په سرحدي سیمو کې د سختو جګړو او د افغانستان پر ښارونو، لکه کابل، د پاکستان د بې ساري هوايي بریدونو په دوام رامنځته کېږي.

د مارچ په میاشت کې پر یو څو ورځني اوربند هوکړه شوې وه او منځګړي هېواد، چین، وروسته وویل چې جنګي لورو د جګړې د نه زیاتوالي ژمنه کړې ده. اسلام اباد د افغانستان حکومت تورنوي چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، خو د طالبانو چارواکي دا تور ردوي.

دواړو هېوادونو ترمنځ پوله د تېرې اکتوبر میاشتې له خونړۍ جګړې وروسته تر ډېره بنده پاتې ده، چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

وپلټۍ
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي