تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
اردوغان په دې غونډه کې وویل چې د پاکستان او سعودي عربستان سره لاسلیک شوی ګډ دفاعي تړون د سیمه ییز ثبات او د امنیت د ډاډمنولو لپاره د قوي دریځ څرګندونه کوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
(آرشيف) ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ټلېفون خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د اړیکو د ریاست د یوې اعلامیې له مخې، د اردوغان او ټرمپ په لیدنه کې د تورکیې او امریکا اړیکو او همدارنګه سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا په وخت کې د دیپلوماسۍ څخه تر اعظمي اندازې ګټه اخیستل مهم دي، دوی هیله لري چې خبرې اترې دوام ومومي او تورکیه به د سولې د هڅو ملاتړی پاتې شي.

د غونډې په جریان کې، اردوغان وویل چې د پاکستان او سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون (تیره اونۍ) لاسلیک سره، دوی د سیمې د ثبات او امنیت د تأمین لپاره قوي دریځ نیولی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې که څه هم هدف د غزې د سولې پروسې دوهم پړاو ته تلل وو، خو د اسرائیلو د ادارې لخوا د فلسطینیانو په نښه کولو په اقداماتو کې زیاتوالی راغلی، او ټینګار یې وکړ چې تورکیه به په سیمه کې د تلپاتې سولې او د غزې د بیارغونې په لور کوټلي ګامونه پورته کړي.

وپلټۍ
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .