تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتریش له لومړي وزیر'سټوکر' سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: "موږ کولای شو له اتریش سره یوځای د 'منځني دهلېز' د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیکې همکارۍ پلي کړو."
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ګمرکي اتحادیې د نوي کولو او د ویزو د ازادولو په برخه کې د اروپايي ټولنې د ګامونو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې "دا به د ټولو ګټې خوندي کړي."

د دوشنبې په ورځ په انقره کې د اتریش له  لومړي وزیر 'کریسټین سټوکر' سره په یوه ګډه خبري ناسته کې، اردوغان یادونه وکړه چې تورکیه او اتریش په شنې انرژۍ، حیاتي منرالونو، لوړې ټیکنالوژۍ، ټرانسپورټ او دفاعي صنعت کې د همکارۍ خورا لوړ ظرفیت لري.

اردوغان زیاته کړه: "موږ کولای شو له اتریش سره یوځای د منځني دهلېز د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیکې همکارۍ پلي کړو."

بلخوا، سټوکر د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د تورکیې او ولسمشر اردوغان د هڅو ستاینه وکړه. هغه وویل: "موږ په دې برخه کې د تورکیې او ستاسو د شخصي هڅو مننه کوو."

چانسلر همدارنګه په منځني ختیځ کې د انقرې نفوذ ته په اشارې سره وویل: "کله چې منځني ختیځ ته ګورو، نو وینو چې د تورکیې غږ ځانګړی وزن او اهمیت لري."

تر دې وړاندې، اردوغان په جمهوري ریاست ماڼۍ کې د سټوکر په ویاړ په رسمي مراسمو کې ګډون وکړ او بیا یې ورسره وکتل. په دغو مراسمو کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او نورو لوړپوړو چارواکو هم شتون درلود. سټوکر د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه تورکیې ته سفر کړی دی.

د تورکیې او اروپايي ټولنې اړیکې

په دې کتنه کې پر څو اړخیزو دوه اړخیزو اړیکو، د شته همکاریو د لا پراختیا پر ګامونو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې. د تورکیې او اتریش اړیکو په دې وروستیو کې د سوداګرۍ، کډوالۍ او امنیت په برخه کې د نږدې همکارۍ نښې ښودلي دي.

اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا یو مهم ستون دی. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري شاوخوا ۴.۳۶ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې وه، چې دا په ۲۰۲۴ کال کې د ۳.۹۱ میلیارډه ډالرو په پرتله زیاتوالی ښيي.

اتریش په تورکیه کې یو له مهمو پانګوالو هېوادونو څخه دی. همدارنګه په اتریش کې د مېشتو ترکانو لویه ټولنه او د ګرځندوی (توریزم) پیاوړې اړیکې د دې ملګرتیا بڼه ټاکي. په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۶۳،۰۰۰ څخه زیاتو اتریشي سیلانیانو له تورکیې لیدنه کړې ده.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"