"روسیه په دودیز ډول د تورکیې له خوا د سولې هغه وړاندیزونه په دقت سره ارزوي چې د یوه مهم سیمهییز لوبغاړي او په تور سمندرګي کې د ګاونډي هېواد په توګه یې وړاندې کوي."
روسیې ویلي چې د اوکراین د کړکېچ د حل په موخه د تورکیې د هڅو او وړاندیزونو په دقت سره ارزونه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوې لیکلې بیان کې، د تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان د هغه وړاندیز په اړه غبرګون وښود چې پکې یې په تور سمندرګي کې پر پوځي فعالیتونو باندې د "موراتوریوم" (بندیز یا ځنډولو) غوښتنه کړې وه.
زاخارووا ټینګار وکړ چې روسیه تل د تورکیې په څېر د یوه مهم سیمهییز ځواک او په تور سمندرګي کې د ګاونډي هېواد د سولې هڅو ته په درنه سترګه ګوري، خو زیاته یې کړه: "روسي لوري ته تر اوسه د رسمي چینلونو له لارې د تورکیې داسې کوم غوښتنلیک نه دی رسېدلی چې د دې وړاندیز شرایط پکې په 'کره' ډول مشخص شوي وي."
زاخارووا څرګنده کړه چې مسکو په تور سمندرګي کې د پوځي فعالیتونو د درولو پخوانۍ "تور سمندرګي هوکړې" ته بېرته ستنېدل مناسب نه بولي. هغې وویل: "د دغې هوکړې د پلي کېدو شرط دا و چې مقابل لوری هم ورته ګامونه پورته کړي، خو دا کار ونه شو."
نوموړې ادعا وکړه چې دا مهال د اوکراین د پوځ بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په تور سمندرګي کې پر ملکي کښتیو په منظمه توګه "ترهګریز بریدونه" کوي. هغې دا بریدونه په سیمه کې د کښتۍ چلولو د ثبات خرابولو لپاره یوه قصدي پالیسي وبلله.
ماریا زاخارووا زیاته کړه: "موږ د وضعیت د ښه کېدو لپاره هیڅ ډول مخکني شرایط نه لرو. له همدې امله، د داسې 'نیمګړو اقداماتو' لپاره کوم دلیل نه وینو چې یوازې د کیف رژیم ته د لنډ وخت لپاره د ساه اخیستلو فرصت ورکوي."
روسۍ ویاندې وویل چې د اوکراین کړکېچ یوازې هغه وخت حل کېدای شي چې د دغه کړکېچ بنسټیز لاملونه له منځه یووړل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې ترکیه په رښتیا سره په تور سمندرګي کې د ثبات غوښتونکې ده او انقره هڅه کوي داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې په تور سمندرګي کې کښتۍ تر بریدونو لاندې رانه شي.






















