منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
د حماس یوې سرچینې ویلي: «د حرکت د مشر خلیل الحیه په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به نن شپه قاهرې ته ورسیږي ترڅو له مصري چارواکو سره وګوري.»
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي


د حماس د سیاسي دفتر د مشر خلیل الحیه په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر وکړي. د دې سفر موخه د فلسطین د موضوع په ځانګړي ډول په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو په اړه خبرې اترې دي.
د حماس یوې سرچینې ویلي: «د حرکت د مشر خلیل الحیه په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به نن شپه قاهرې ته ورسیږي ترڅو له مصري چارواکو سره وګوري.»

دغې سرچینې ویلي چې دا د حماس د مشرۍ (مذاکراتي مسوولیت) تر اخیستو وروسته مصر ته د خلیل الحیه لومړی سفر دی. دغه پلاوی به د مصر د استخباراتو د عمومي ادارې له مشر تورن جنرال حسن رشاد سره وګوري.

په دې کتنه کې به د فلسطین د قضیې په اړه پر یو لړ مسایلو او پرمختګونو خبرې وشي، چې تر ټولو مهمه یې په غزه کې د اوربند د تړون دایمي کول دي.

په دغه پلاوي کې د خلیل الحیه سربېره، د حماس د شورا د مجلس مشر محمد درویش، د حماس د بهرنیو چارو مسوول خالد مشعل، د لویدیځې غاړې مسوول زاهر جبارین او د عربي او اسلامي اړیکو د دفتر مسوول باسم نعیم هم شامل دي.

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی