منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
د ایران یوه لوړپوړي نظامي قوماندان اعلان کړی چې هر هغه ایراني تبعه ته به ۳۰،۰۰۰ ډالره نغدي جایزه ورکړل شي چې د ایران پر خاوره برید کوونکی امریکايي سرتېری ونیسي او یا یې ووژني.
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
د ایران جګړه

تورن جنرال حبیب الله خاتمي دا وړاندیز د "خبریالانو ورځې" په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړ. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، خاتمي وویل: «که کوم ایرانی تبعه یو امریکايي سرتېری چې زموږ پر خاوره برید کوي، ونیسي او یا یې ووژني، هغوی ته به ۳۰،۰۰۰ ډالره جایزه ورکړل شي.»

هغه زیاته کړه چې دا انعام به د خلکو د شخصي بسپنو (مرستو) له لارې تمویل او ورکړل شي.

خاتمي همدارنګه وویل چې هغه ښځینه اتباع چې یو بریدګر امریکايي سرتېری ونیسي یا یې ووژني، هغوی ته به د ټاکل شوي انعام دوه چنده (۶۰،۰۰۰ ډالره) جایزه ورکړل شي.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او په منځني ختیځ کې نظامي اصطکاک په ډېرېدو دی.

د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه د خاتمي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی