تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
د تورکیې جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه. د اردوغان په وینا کې فلسطین، د ملګرو ملتونو اصلاحات، سیمه ییزې شخړې، د اقلیم بدلون او مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پام وړ موضوعات وو.
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
اردوغان


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "د فلسطین دولت د له منځه وړلو هڅې به له ناکامۍ سره مخ شي. انشاالله موږ به د ۱۹۶۷ کال د پولو او د ختیځ بیت المقدس په پلازمېنه سره د  یو خپلواک او د ځمکنۍ بشپړتیا لرونکي د فلسطین دولت رامنځته کیدو د هغه ښکلو ورځو شاهدي وکړو."
د تورکیې جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه. د اردوغان په وینا کې فلسطین، د ملګرو ملتونو اصلاحات، سیمه ییزې شخړې، د اقلیم بدلون او مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پام وړ موضوعات وو.

"موږ به د فلسطینيانو د مبارزې غږ پورته کولو ته دوام ورکړو"

اردوغان پر دې نیوکه وکړه چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس پرله پسې دوه کاله په عمومي اسمبلۍ کې ګډون ونه کړای شو. د دې په بیانولو سره چې تورکیه به د ازاد او خپلواک فلسطین دولت غږ اوچتولو ته دوام ورکړي. هغه له هغو هېوادونو چې تر اوسه یې فلسطین په رسمیت ندی پېژندلی، وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

"انسانیت هغو ورځو ته سترګې په لار دی چې پیاوړې اراده ژوندۍ شي"

اردوغان د دې په یادولو سره چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو ۸۱ کاله وروسته هم نړۍ لا د جګړو او شخړو سره مخ ده، وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۶۰ څخه ډېرې شخړې او جګړې رامنځته شوې دي.

"غزه زموږ د دور ترټولو غیر انساني د تمرکز کمپ (زندان) دی"

اردوغان په غزه کې روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ډېر خلک بې ځایه شوي او روغتونونه د سون توکو له جدي کمښت سره مخ دي. هغه وویل چې په لوېدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي او په بیت المقدس کې مقدسو ځایونو ته د لاسرسي مخه نیول شوې ده.

"ملګري ملتونه په داسې حالت کې اچول شوي چې نشي کولی خپلې دندې ترسره کړي"

اردوغان د دې په بیانولو سره چې ملګري ملتونه د شخړو په سیمو کې بې اغېزې پاتې شوي، وویل چې په نړیوال سیستم باید باور بېرته رامنځته شي.

"د امنیت شورا باید د 'نړۍ له ۵ څخه لویه ده' اصولو پر بنسټ اصلاح شي"

اردوغان د دې په څرګندولو سره چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړښت باید اصلاح شي، پر ټولو د نړیوال قانون د مساوي پلي کېدو، سیمه ییز مالکیت، خلاصې ډیپلوماسۍ او د عاید د عدالت د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

"موږ باید له وخت ضایع کولو پرته د غزې بیارغونه پیل کړو"

اردوغان د دې په ویلو سره چې د غزې بیارغونه باید ژر تر ژره پیل شي، څرګنده کړه چې باید د ۱۹۶۷ کال په سرحدونو کې د ختیځ بیت المقدس په پلازمېنه یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي.

"په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه د منلو وړ نه دي"

اردوغان وویل چې د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې اړیکې روانې دي او زیاته یې کړه چې په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه، د هر چا لخوا چې وي، د منلو وړ نه دي.

"ترکیه د ثبات د یوې جزیرې په توګه پاتې کېږي"

اردوغان د دې په بیانولو سره چې ترکیې د اروپا د امنیت په برخه کې مهم رول لوبولی دی، په بالکان، سویلي قفقاز، سوریه، عراق او افریقا کې د پرمختګونو په اړه د ترکیې ډیپلوماتیکې هڅې یادې کړې.

"موږ به په انتالیا کې د COP31 سرمشریزې کوربه توب وکړو"

اردوغان وویل چې تورکیه به د COP31 (د اقلیمي بدلونونو) سرمشریزې کوربه وي او د اقلیم عدالت به یې د اجنډا په مرکز کې وي. هغه وویل چې د صفر کثافاتو حرکت په یوه نړیوال پوهاوي کمپاین بدل شوی دی.

"د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال تړون چمتو کول مهم دي"

اردوغان په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو او د مصنوعي ځیرکتیا لخوا رامنځته شویو خطرونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره باید یو ګډ نړیوال قانوني چوکاټ رامنځته شي.

"ګرانه خبره دا ده چې د هغه تیارې د روښانولو لپاره یوه شمع بله کړای شي"

اردوغان د دې په بیانولو سره چې نړۍ د شخړو او انزوا، او عدالت، پیوستون او ګډې ارادې ترمنځ له یو انتخاب سره مخ ده، وویل چې ترکیې دویمه لار غوره کړې ده.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي