نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د ورځې مهم لنډ خبرونه
په ملګرو ملتونو کې د اردوغان وینا: غزه زموږ د عصر «تر ټولو غیرانساني او غیراخلاقي زندان او د مړینې کمپ» دی
د ورځې مهم لنډ خبرونه
اردوغان

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلې وینا کې وویل چې په غزه کې باید د بیارغونې بهیر له ځنډ پرته پیل شي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر اسراییلو خپل فشارونه نور هم زیات کړي.

اردوغان په غزه کې روان حالت ته په اشارې سره وویل، دغه سیمه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې په تر ټولو لوی هدیرې او د هغو ماشومانو په ټاټوبي بدله شوې چې د تن اندامونه (لاسونه او پښې) تر ټولو زیات ترې پرې شوي دي.

اردوغان څرګنده کړه چې ترکیه یو کال وړاندې په «شرم الشیخ» کې لاسلیک شوي توافق ته ژمنه ده او د هغه د عملي کېدو څارنې ته به دوام ورکړي. نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو لپاره خپله غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه.

په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو تشدد او د غصبي ښارګوټو پراختیا د «قومي تصفیې» خطر رامنځته کوي: په ملګرو ملتونو کې د ګوټرېش خبرداری

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځ تاوتریخوالی، د سیمه ییزو خلکو اجباري بېځایه کول او د غیرقانوني ښارګوټو پراختیا د سولې هیلې له منځه وړي او د «قومي پاکارۍ او تصفیې» خطرونه زیاتوي.

ګوترېش د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسامبلې ته په نیویارک کې وویل چې نړیواله ټولنه نه شي کولی د «دوه دولتي حل لارې» اجنډا ته اجازه ورکړي چې د دوو سترګو په وړاندې یې محوه او له منځه لاړه شي.

هغه همدا راز وویل چې په اشغال شویو فلسطینی ځمکو کې ویجاړونکی او دردونکی حالت باید د منځني ختیځ د نورو پراخو ناخوالو په سيوري کې له پامه ونه غورځول شي.

ترامپ: متحده ایالاتو او ایران «خورا ښه» ناسته درلوده، او بله لیدنه به ژر ترسره شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ ویلي چې له ایران سره خبرو اترو لوری موندلی او کېدای شي یوې روغې جوړې ته لاره هواره کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که اړتیا پیښه شي، امریکا کولی شي د ایران پر هستوي تاسیساتو اضافه پوځي بریدونه هم ترسره کړي.

ترامپ دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر څنګ د خلیج د همکارۍ شورا له غړیو هېوادونو او د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره په یوه څو اړخیزه غونډه کې وکړې.

عراقچي له اروپايي لوړپوړو ډیپلوماټانو سره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ او د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه خبرې اترې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس (Kaja Kallas) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر څنګ لیدلي ترڅو پر ایران د امریکا د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز ستراتیژیکې تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو خبرې وکړي.

کالاس پر خپله ایکس (X) پاڼه ولیکل چې خبرو اترو د شخړې د پای ته رسولو او د دغې مهمې سمندري لارې «بشپړې بېرته پرانیستلو» پر ډیپلوماټیکو هڅو تمرکز درلود.

عراقچي د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تاجاني سره هم جلا لیدنه وکړه، او تاجاني وویل چې دوی د هرمز تنګي د پرانیستلو پر سر پر روانو مذاکراتو بیا غور او ارزیابي وکړه.

زېلینسکي د ترامپ په منځګړیتوب په درې اړخیزو خبرو کې له پوتین سره لیدنې ته چمتووالی وښود

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدنې ته لیوالتیا ښودلې، خو زیاته کړې یې ده چې مسکو تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې د داسې اقدام لپاره چمتو دی.

د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترامپ سره تر خبرو وروسته د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته په خبرو کې زېلینسکي وویل چې متحده ایالات د خبرو اترو مېز ته د مسکو په راکښلو کې بنسټیز او محور رول لري.

په ورته وخت کې، ولسمشر ترامپ وویل هغه باور لري چې د اوکراین او روسیې ترمنځ یوه نږدې شېبه کې د سولې توافق او پرېکړه کېدونکې ده.

 

وپلټۍ
په سور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ د خطرونو په ډېرېدو سره، اروپايي ټولنه د نورو جنګي بېړیو غوښتنه کوي
ایا چین کولای شي د شي او ټرمپ تر لیدنې مخکې له ایران سره خپلې اړیکې په یوه ډیپلوماتیک رول بدلې کړي؟
سپینې ماڼۍ د 'ټرمپ تلویزیون' (Trump TV) په نامه د تلویزیوني چینل د جوړولو نه خبر ورکړ.
وروستي خبرونه
روسیه پر جرمني د اقتصادي زیانونو او په ټاکنو کې د شاتګ له امله ملنډې وهي. ارزانه ګاز مو په یاد دي
د ولسمشر پوتین په مشرۍ «متحدې روسیې» ګوند په پارلمان کې ۳۵۵ ریکارډ څوکۍ وګټلې
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي