نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې ولسمشر احمد الشرع : مونږ د چا سره له جګړه ویره نلرو خو د سوریې ملي ګټې زمونږ لپاره مهمې دي
الشرع زیاته کړه چې دا به "د امریکا، عربي هیوادونو او تورکیې منځګړیتوب له اغیزمنې مداخلې پرته نه وای شوی، چې سیمه یې له نامعلوم برخلیک څخه وژغورله."
د سوریې ولسمشر احمد الشرع : مونږ د چا سره له جګړه ویره نلرو خو د سوریې ملي ګټې زمونږ لپاره مهمې دي
/ Reuters

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سیمې د بې ثباته کولو په موخه د اسرائیلو پلانونه د بهرنیو منځګړو د مداخلې او د سوریې دولت د خپلو هڅو له امله شنډ شول.

الشرع ، په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "موږ له جګړې څخه ډار نلرو. زموږ ژوند د مشکلاتو او د خپلو خلکو نه په دفاع کې تیر شوی، موږ  تل د سوریې  ملي منافعو ته د هر څه نه لومړیتوب ورکړی دی او د هر څه نه مو لوړې ګڼلي دي ."

الشرع دا هم وویل چې د اسرائیلو د بریدونو سره سره چې ملکي وګړي او عامه ادارې په نښه کوي، "د ثبات د بیرته راګرځولو او غیرقانوني ډلو د شړلو لپاره د دولت هڅې بریالۍ شوې دي."

هغه زیاته کړه چې دا به "د امریکا، عربي هیوادونو او تورکیې منځګړیتوب له اغیزمنې مداخلې پرته نه وای شوی، چې سیمه یې له نامعلوم برخلیک څخه وژغورله."

د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې دمشق او همدارنګه په سویدا او درعا کې د ډروز ټولنې د ساتنې په پلمه هوایي بریدونه پیل کړل.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې بریدونو له ۳۰ څخه ډیر کسان ووژل او نږدې ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې