تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکوي چې اسرائیل ښايي د امریکا او ایران د هوکړې د عملي کېدو د مخنیوي او شنډولو لپاره هڅې وکړي.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
فیدان

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ په تازه لاسلیک شوي تفاهم لیک کې پاتې تخنیکي مسایل ښايي په اسانۍ او ژر حل نه شي، او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیل ښايي دا بهیر سبوتاژ کړي.

فیدان په قاهره کې "انادولو" خبري اژانس ته وویل: "دا مهم مسایل دي. د تخنیکي جزیاتو سمدستي حل به یې اسان نه وي. موږ ښايي وخت په وخت له بن بستونو سره مخ شو، چې باید ورته چمتو واوسو. دویم دا چې، البته، تل اسرائیل په یو کونج کې ورته ناست دي او چمتو دي چې هر کله فرصت ومومي، دا بهیر سبوتاژ کړي."

نوموړي دا څرګندونې مصر ته د خپل سفر پر مهال وکړې، چېرته چې هغه د تورکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلورمه مشورتي غونډه کې ګډون کړی و. د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، فیدان په قاهره کې د عربو او افریقایي چارو لپاره د ډونلډ ټرمپ له لوړپوړي سلاکار، مسعد بولس سره هم وکتل.

د سیمې د ستونزو 'مسولیت' پر غاړه اخیستل
هاکان فیدان د تورکیې، مصر، سعودي عربستان او پاکستان رول ته په اشارې سره وویل چې دا څلور هېوادونه د سیمې ستر قدرتونه دي او هڅه کوي چې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه وویل: "زموږ اصلي هڅه دا ده چې د سیمې د ستونزو مسولیت پخپله پر غاړه واخلو، د سیمه ییزو نوښتونو له لارې د حل لارې ولټوو او د ستونزو د هواري لپاره نړیوالې هڅې راټولې کړو." هغه زیاته کړه چې دوی نه غواړي له سیمې بهر تپل شوې حل لارې ومني، بلکې غواړي خپله سیمه ییزه لیدلوری وړاندې کړي.

د اسرائیل لخوا د سبوتاژ خطر
د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لیک په اړه فیدان وویل چې د یکشنبې په ورځ په سویس کې د دې هوکړې د عملي کېدو په اړه تخنیکي خبرې پیل شوې دي. هغه د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي، سټیو ویټکوف سره هم په دې اړه تلیفوني خبرې کړې دي.

فیدان یادونه وکړه چې په تفاهم لیک کې ځینې مادې د ۶۰ ورځو لپاره بحث ته پرېښودل شوې دي، چې په ځانګړې توګه په کې د بندیزونو او اټومي تصدیق  په اړه تخنیکي مسایل شامل دي. هغه وویل چې دواړو لورو (امریکا او ایران) په سترو مسایلو کې خپله سیاسي اراده ښودلې ده، خو خطر دا دی چې اسرائیل به د دې هوکړې د ګډوډولو هڅه وکړي.

وپلټۍ
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي
پاکستان په خپله خاوره د افغان ځواکونو د برید ادعا رد کړه؛ وايي یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
اسرائیل لخوا د امریکا او ایران ترمنځه د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې له منځه وړو هځې روانې دي
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې