پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د سړک غاړې دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي.
د بنو ولسوالۍ د پولیسو یو افسر یاسر افریدي وویل: «یو خصوصي پک اپ موټر چې مسافر یې لېږدول باندې د ریموټ کنټرول بمي برید وشو. هغه زیاته کړه همداشان په دویم موټر چې ټپیان د بېړنۍ درملنې لپاره روغتون ته لېږدول چاودنه وشوه. د هغه په وینا، په دغو پېښو کې درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورې وسله والې ډلې فعالې دي.
د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف دا برید وغانده او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل چې حکومت «د ترهګرۍ له منځه وړلو» او «عدالت ته د مجرمینو راکښلو» ته ژمن دی.
پاکستان خپل ګاونډی افغانستان په دغه هیواد کې د بریدونو د زیاتوالي مسؤل بولي او د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا په لوړه کچه ده. په کابل کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د وسله والو لپاره د امن پناه ځای په توګه کارول کیږي.
دواړو هیوادونو ترمنځ سړې اړیکې په وروستیو میاشتو کې په خونړۍ وسله واله نښته بدلې شوي، چې په کې د افغانستان پر ښارونو د پاکستان هوايي بریدونه هم شامل دي. په روانه میاشت کې پولې ته نږدې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
دواړه هیوادونه د ډیورنډ پر کرښه له تېر اکتوبر راهیسې، د تاوتریخوالي له امله تر ډېره پورې تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري بنده ساتلې ده.




























