د یوې نادولتي موسسې او عملیاتو ته نږدې سرچینو راپور ورکړی چې د وینزویلا دننه د کولمبیا یاغیانو پورې اړوند په یوه کمپ باندې د وینزویلا د وسله والو ځواکونو د برید له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو د یوې نادولتي مؤسسې «فوندارېدس» همغږي کوونکي، خوان فرانسیسکو ګارسیا، فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ د اپورې په سرحدي ایالت کې د ملي ازادۍ پوځ پر یاغیانو هوايي بمبارۍ درنه مرګ ژوبله واړوله.
ګارسیا وویل: «نهه جسدونه د ایالت مرکز، سان فرناندو، ته ورسېدل، په داسې حال کې چې لس نور جسدونه وروسته هلته ولېږدول شول.
د پولې هاخوا کړکېچونه
وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې د فارک یاغي ډلې د بوګوتا له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د ملي ازادۍ پوځ په لاتینې امریکا کې تر ټولو پیاوړې یاغي ډله ده.
د کلونو راهیسې، د کولمبیا چارواکي کاراکاس تورنوي چې د کولمبیا یاغي ډلو ته پناه او لوژستیکي ملاتړ برابروي.
دا پوځي عملیات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې وینزویلا لا هم د واشنګټن له دوامداره ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار سره مخ ده؛ دا فشار د جنورۍ په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو له تښتولو وروسته زیات شوی دی.



















