د صربستان د کورنیو چارو وزیر ایویتسا داچیچ وویل، د چهارشنبې په سهار وختي په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتونکي پولیس افسر د چاقو برید وشو چې ، وروسته یې د ځان د دفاع په موخه بریدګر په ډزو وواژه.
داچیچ په یوه اعلامیه کې وویل، برید له نیمې شپې لږ وروسته هغه مهال ترسره شو چې یو شکمن کس، چې ګومان کېږي کم عمره و، د سفارت ساتونکي افسر ته ورنږدې شو او د دوو چاقوګانو په وسیله یې پرې برید وکړ.
داچیچ وویل، افسر چې پر مخ لږ ټپي شوی، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او تمه کیږي چې د چهارشنبه وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.
له پېښې وروسته، د صربستان چارواکو په هېواد کې د امنیتي ګواښ کچه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه کړه او امر یې وکړ چې په مهمو ځایونو کې دې د پولیسو شتون او امنیتي پلټنې زیاتې شي. په دغو ځایونو کې مهمې زیربناوې او هغه عامه سیمې هم شاملې دي چې ګڼ خلک پکې راټولېږي.
چارواکي د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي او هڅه کوي چې د بریدګر هویت معلوم کړي. ګومان کېږي چې هغه د صربستان د لوېدیځ د شاباتس ښار اوسېدونکی و.
د اسرائیلي خبري رسنۍ واینیټ (Ynet) په وینا، دا په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت د امنیتي ساتونکو پر وړاندې دویم برید و. تر دې مخکې، د ۲۰۲۴ کال په جون کې د غشي ویشتونکي کمان په وسیله په یوه برید کې یو پولیس افسر په غاړه کې ټپي شوی و.


















