نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
د جرمني د ښکته ساکسونیا ایالت په نیوسټاډټ ام روبینبرګ ښار کې په قصدي ډول د خلکو پر (ګڼې ګوڼې) د یوه موټر د ختو له امله لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شوي دي.
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
جرمني

پولیسو د موټر درولو لپاره پر موټر ډزې وکړې. د جرمني خبري اژانس (DPA) د هانوفر پولیسو د ویاند په حواله خبر ورکړی چې تېره شپه د هانوفر ښار ته څېرمه په نیوسټاډټ ام روبینبرګ کې یو موټر په قصدي ډول پر ګڼې ګوڼې ورخېژول شوی دی.

د پېښې ځای ته څېرمه د ترافیکو کنټرولونکو پولیسو د موټر د درولو په موخه پر موټر ډزې وکړې.

په موټر کې سپاره شکمن کسان، چې شمېر یې لا څرګند نه دی، د پېښې له ځایه پلي تښتېدلي دي. د شکمنو کسانو د نیولو لپاره پیل شوې پلټنې بې پایلې پاتې دي.

د پولیسو ویاند وویل چې شکمنو کسانو په تصادفي ډول نه، بلکې احتمالا په ځانګړې توګه یې ګڼه ګوڼه په نښه کړې وه. هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې "۴ تر ۵ کسان ټپیان شوي" دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت پکې نازک دی.

.

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه