د قطر د امیر دفتر ویلي، د قطر واکمن او د ایران ولسمشر په مسکو کې د یوې لیدنې پر مهال د منځني ختیځ د جګړې او د تړل شوي هرمز تنګي په اړه خبرې کړې دي.
د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "دوی د سیمه ییز وضعیت پر پرمختګونو، چې په سر کې یې د خبرو اترو وروستي جزییات، د هرمز تنګی، او د انرژۍ اکمالات شامل دي، بیاکتنه وکړه."
پریس ټي وي راپور ورکړی چې دا لیدنه په روسیه کې د ګاز صادرونکو هیوادونو د ټولنې (GECF) د اتمې سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوې.
د ایران رسمي خبري اژانس، ایرنا ویلي چې دواړو مشرانو د تهران او دوحې ترمنځ د اړیکو پر وروستي وضعیت کتنه وکړه او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو د ژورولو لپاره یې له شته ظرفیتونو څخه پر استفادې ټینګار وکړ.
ایرنا زیاته کړې چې د انرژۍ په برخه کې همکاري، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ګاز صادرونکو هیوادونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د جمعې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې ولسمشر پزشکیان به روانه اونۍ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
عراقچي په انسټاګرام کې په یوه پوسټ کې ویلي چې دا لیدنه به د اکتوبر په ۱۹مه تهران ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سفر پر مهال د شویو خبرو اترو تعقیب وي.
د ګاز صادرونکو هیوادونو ټولنه (GECF) یو بین الحکومتي سازمان دی چې د طبیعي ګازو لوی تولیدونکي هیوادونه لکه ایران، روسیه، قطر او الجزایر پکې راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکوي او د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي.
جلا له دې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو او اړیکو رییس ابراهیم الهاشمي وویل چې د سیمې لپاره د اوسني "نه جګړې او نه سولې" وضعیت عادي کېدل "د منلو وړ نه دي."
په دوحه کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال، هاشمي خبرداری ورکړ چې د کړکېچونو زیاتوالی د سیمې سرچینې او اقتصادونه ضایع کوي او له سیمې بهر هم ناوړه اغېزې لري.
هغه وویل: "قطر له سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په شمول د چین سره په کلکه کار کوي ترڅو ډیپلوماسي او خبرې اترې بیا راژوندۍ کړي او داسې عملي وړاندیزونه وړاندې کړي چې د ټولو ښکېلو غاړو اندېښنې حل کړي."
خو هاشمي ټینګار وکړ چې د خبرو اترو د بیا پیلولو او په سوله ییز ډول د بحران د حل لپاره د ایران او امریکا دواړو خواوو سیاسي اراده اړینه ده.
هغه همدارنګه د هرمز تنګي سمدستي خلاصول د قطر او د سیمې د نورو هیوادونو لپاره یو "مطلق لومړیتوب" وباله، ځکه چې دا د سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادونو لپاره خورا مهم دی.
هغه وویل: "په دې ډول له دې (هرمز تنګي) څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل د نړیوالې ټولنې لپاره رد شوی او د منلو وړ نه دی."





















