د سان ډیاګو د پولیسو ادارې پر اېکس (X) شبکه لیکلي: «د احتیاط له امله د سان ډیاګو اسلامي مرکز دمګړۍ تړل شوی دی.» دوی زیاته کړې چې «د ټول ولس د خوندیتوب لپاره» په سیمه کې د پولیسو منسوبین ځای په ځای شوي دي.
پولیسو زیاته کړې: «مهرباني وکړئ ساحې ته له تګه ډډه وکړئ.»
دغې ادارې وروسته یو عامه خبرداری هم خپور کړ چې په کې راغلي: «د ۲۰۱۵ ماډل فور رنر (Toyota 4Runner) خړ رنګه موټر په پام کې ولرئ چې د نیویارک د (KGN3027) نمبرپلیټ لرونکی دی. که ولیدل شو، موټر ته مه نږدې کېږئ او سمدستي له ۹۱۱ شمیرې سره اړیکه ونیسئ.»
سیمه ییزې خبري شبکې (ABC 10News) راپور ورکړی چې دا مرکز د یوه مخامخ ګواښ وروسته شوی، چې له امله یې د مرکز غړو ودانۍ وتړله او د ښوونځي د زده کونکو والدینو ته یې خبر ورکړی دی.
دا جومات، چې په ښار کې تر ټولو لوی مرکز دی، د مې میاشتې په وسله وال برید کې هم په نښه شوی و چې په پایله کې یې ۳ کسان وژل شوي وو او دوو بریدګرو هم له پیښې وروسته ځان وژنه کړې وه.


















