د اسرائیلو د اصلي کیڼ اړخي ګوند مشر یایر ګولان د چهارشنبې په ورځ له خپلو اپوزیسیون متحدینو وغوښتل چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لیرې کولو لپاره له عربي ګوندونو سره کار وکړي، ځکه چې د ټاکنو قسمي پایلو وښودله چې د واکمن ایتلاف جوړولو لپاره به د دوی ملاتړ خورا مهم وي.
هغه په ایکس (X) پاڼه کې وویل: "موږ باید نور د یهودي او عربي رایو ترمنځ د نتنیاهو نژاد پرستانه ویش ونه منو." هغه زیاته کړه: "موږ یو مسوولیت لرو. او موږ دا فرصت لرو چې د اسرائیلو له عربي اتباعو (فلسطیني اسرائیلیانو) سره په همکارۍ د بدلون یو حکومت جوړ کړو."
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، د اسرائیلو په پارلماني ټاکنو کې د ۷۲.۴ سلنه رایو له شمېرلو وروسته، اټکل شوی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایتلاف به د (پارلمان) له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۴ څوکۍ وګټي، چې د اکثریت حکومت جوړولو لپاره اوه څوکۍ کمې دي.
د ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې د مرکزي ټاکنو د کمیټې په حواله لیکلي، چې د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د اپوزیسیون ایتلاف به ۴۸ څوکۍ ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې اټکل کیږي اکثره عربي ګوندونه به ۱۸ څوکۍ وګټي.
تمه نه کیږي چې هیڅ یو لوی ایتلاف به د پارلماني اکثریت لپاره اړینو ۶۱ څوکیو ته ورسیږي. په هرصورت، د آیزنکوټ د ایتلاف او عربي ګوندونو ګډ اټکل شوی شمیر کولی شي له دې حد څخه تیر شي.
اټکل کیږي چې تر ډېره حده عرب 'ګډ لست' (ګوند به ۱۲ څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د 'متحده عربي لست' رعم تمه کیږي چې څلور څوکۍ ترلاسه کړي.
د انفرادي ګوندونو په منځ کې، تمه کیږي چې د نتنیاهو 'لیکود' ګوند به د ۲۸ څوکیو په لرلو سره مخکښ وي، او ورپسې د آیزنکوټ 'یاشارګوند د ۲۱ څوکیو په درلودلو سره دویم ځای ولري.
اټکل کیږي چې ډیموکراټان، متحده تورات یهودیت او یسرائیل بیتینو ګوندونه به هر یو اته څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې تمه کیږي شاس او عوتزما یهودیت به هر یو اوه څوکۍ ترلاسه کړي.
اټکل شوی چې مذهبي صهیونیزم ګوند به شپږ څوکۍ وګټي.
پایلې لا هم لنډمهاله (ابتدایي) دي او د رایو د شمېرنې په دوام سره ممکن بدلون ومومي.






















