د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې سیمې «سینټ پییر او میکیلون» ته سفر وکړي، چې هلته به د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره وګوري. دا لیدنه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه انځور وروسته ترسره کیږي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی و او په کې یاد ټاپوګان د امریکا د بیرغ تر سیوري لاندې ښودل شوي وو.
د مکرون دا سفر، چې په ۲۰۱۴ کال کې د فرانسوا اولاند له سفر راهیسې د فرانسې د یو ولسمشر لومړنی سفر دی، په داسې حال کې ترسره کیږي چې کاناډا د امریکا د متحده ایالاتو سره د سوداګریزو ناندریو په ترڅ کې غواړي له اروپايي ټولنې سره خپلې اړیکې لا ژورې کړي.
سینټ پییر او میکیلون د کاناډا د اتلانتیک ساحل ته نږدې پروت دی او په شمالي امریکا کې د فرانسې یوازینۍ پاتې شوې سیمه ده.
فرانسوي چارواکو وویل چې دا سفر به پر یادو ټاپوګانو د فرانسې واکمني ټینګه کړي او له کاناډا سره به د هغې نږدې اړیکې روښانه کړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ یو چارواکي خبريالانو ته وویل: «د ۵۸۰۰ تنو نفوس لرونکې سیمې لپاره، دا یوه نادره پدیده ده چې د ټولې فرانسې لپاره دومره مهم مسایل دې په داسې کوچني ځای کې راټول شي: په شمالي اتلانتیک کې د امریکا او قطب شمال په درشل کې د فرانسې جیو سټراټیژیک شتون، سمندري واکمني، د اقلیم بدلون سره همغږي، او له کاناډا سره همکاري.»
ډیپلوماټانو وویل مکرون چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډې ته د تلو په لاره کې ترسره کوي تر هغه وروسته ځانګړی سمبولیک وزن هم لري کله چې ټرمپ یوه نقشه خپره کړه چې په کې امریکا، کاناډا، ګرینلینډ، آیسلینډ، مکسیکو، منځنۍ امریکا او کارابین د امریکا د بیرغ په پوښښ سره ښودل شوي وو او د «د امریکا متحده ایالات» تر عنوان لاندې یاد شوي وو.
په دې انځور کې سینټ پییر او میکیلون او د فرانسې د کارابین ډیری سیمې هم شاملې وې. فرانسې په هغه وخت کې پرېکړه وکړه چې د یاد پوسټ په اړه په ښکاره توګه غبرګون ونه ښيي.تمه کیږي چې مکرون او کارني به د انرژۍ د بحران او له اروپايي ټولنې سره د کاناډا د مخ پر زیاتېدونکي نږدې اړیکو په اړه خبرې وکړي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دغې ټولنې اوتاوا ته د لومړي همکار غړي په توګه د شاملیدو لاره پرانیستله.
د اروپايي ټولنې او کاناډا ترمنځ د هراړخیز سوداګرۍ او اقتصادي موافقې له لاسلیک کیدو څخه یوې لسیزې څخه ډېر وخت او د هغې د لنډمهاله پلي کیدو راهیسې ۹ کلونه تیریږي، خو لا هم د اروپایي ټولنې څو غړو هیوادونو (د فرانسې په ګډون) دا موافقه نه ده تصویب کړې.





















