د یمن پلازمېنې صنعاء ته د استول شویو بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د حوثیانو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په سیمه کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د صنعاء په بېلابېلو برخو کې بېپیلوټه الوتکې لیدل شوې دي.
شاهدانو ویلي، د پلازمېنې په ساوان او الحصبه سیمو کې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د حوثیانو تر کنټرول لاندې ده، پر بېپیلوټه الوتکو د حوثي ملیشو له لوري د الوتکې ضد وسلو په واسطه ډزې شوې دي.
د "بلقیس" خپلواکې خبري ویبپاڼې په خپاره شوي راپور کې هم راغلي دي چې په پلازمېنه کې د لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په راپور کې لیکل شوي چې چاودنو او پرلهپسې ډزو د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ ډېره اندېښنه رامنځته کړې ده.
حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او په پېښه کې د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم کوم معلومات نه دي شریک شوي.
بل خوا، د یمن د پوځ مربوط "د تعز جبهې مطبوعاتي مرکز" په یوه لیکلي بیان کې ویلي وو چې د تعز په لوېدیځ کې په وازعیه ولسوالۍ کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو او هوایي بریدونو له امله ۳۰ حوثیان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د یمن پوځ اعلان کړی و چې د هېواد په سویل لوېدیځ کې په تعز او موخا ښارونو کې د ایران ملاتړو حوثیانو اکمالاتي لارې او د راټولېدو مرکزونه په نښه شوي دي.



















