تورکیه
12 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سې شنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۲مه) د ۱۶م ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي. اردوغان چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د نړیوالو ستونزو په وړاندې د "یوې عادلانه نړۍ" نظریې ننګه کوي،د نړیوال وجدان د پراخ غږ په توګه راڅرګند شي
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
ولسمشر رجب طیب اردوغان

ولسمشر اردوغان چې لومړی ځل د خپلې صدارت (لومړي وزیرتوب) پر مهال په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو په ۶۰مه عمومي غونډه کې ګډون کړی و، ټینګار یې وکړ چې دا سازمان باید په داسې یو جوړښت بدل شي چې ډېر ډیموکراتیک، شفاف او د ټولو غړو اراده تمثیل کړي.

اردوغان په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې داسې پیغام ورکړ: "تر هر څه لومړی، د ملګرو ملتونو سازمان باید  یو داسې سازمان وي چې د ټول بشریت په ګډه ګټه  ځان بیا نوې کړي، ډېر ډیموکراتیک او شفاف وي، د ټولو غړو د ګډې ارادې د تمثیل وړتیا ولري، د نړیوالو شخړو د حل اډانه وي، د نړیوالې سوله تضمین کوونکی وبلل شي، ټول غړي ورته پوره درناوی ولري، او ډېر فعال او مجرب وي."

اردوغان په خپله وینا کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته په اشارې سره وویل: "د نړۍ په هره برخه کې ترهګریز عمل یو انساني جنایت دی چې موږ ټول په نښه کوي. موږ بې پولې ترهګري غندو او د یوه داسې هېواد د لومړي وزیر په توګه چې د ترهګرۍ ترخې تجربې یې په خپله لیدلي، دلته د ټولې بشریت پر وړاندې له دې تهدید سره د مبارزې په برخه کې د پیوستون او اغېزمنې همکارۍ غوښتنه تکراروم."

له هغې ورځې راهیسې د هغه ویناوې د تورکیې د بهرني سیاست د پرمختګ او نړیوالو مسایلو ته د هغې د لید لوري یو تاریخي آرشیف دی.

اردوغان په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو په ۶۴مه عمومي غونډه کې اشارې وکړې چې د ملګرو ملتونو په جوړښت کې اصلاحات پکار دي.

اردوغان د یوه عادلانه او ټولګډونه نړیوال نظام د رامنځته کېدو لپاره د ملګرو ملتونو د اغېزمنتیا پر زیاتوالي ټینګار وکړ او وې ویل: "موږ باور لرو چې د ملګرو ملتونو یو پیاوړی، ډیموکراتیک، شفاف، عادلانه او اغېزمن تمثیل به له نړیوالې سولې او ثبات سره ډېره مرسته وکړي. ملګري ملتونه باید د اقلیم د بدلون، دوامداره پراختیا، له بېوزلۍ سره د مبارزې، د ښځو او سړیو ترمنځ د برابرۍ، انساني حقونو او د انسان د کرامت ساتلو په برخه کې پر یوه فعال ارګان بدل شي. موږ د دې موخې لپاره د اصلاحاتي هلو ځلو پوره ملاتړ کوو. خو دا ډاډمنه ده چې د ملګرو ملتونو په سیستم کې اصلاحات تر هغه پورې بریالي نه شي ګڼل کېدای ترڅو چې د امنیت شورا اصلاح شوې نه وي."

په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ۶۶مه عمومي غونډه کې اردوغان سیمه‌يیزو مسایلو ته اشاره وکړه؛ د سوریې، لیبیا، سومالیا او فلسطین په اړه یې پیغامونه ورکړل او وې ویل چې د آذربایجان د ځمکو غیرعادلانه اشغال باید پای ته ورسېږي.

اردوغان وویل: "د قره‌باغ د ستونزې په دې ډول بې‌حل پاتې کېدل په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. دا زموږ ټولنیز او اخلاقي مسؤلیت دی چې نړیوالو ستونزو ته تر هغه پورې حللارې ولټوو ترڅو چې ناسور شوي نه وي."

"نړۍ له پنځو څخه لویه ده" او نړیوال بېداري

د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د اردوغان یو له خورا مهمو دریځونو څخه په ۲۰۱۴ کال کې د هغه د "نړۍ له پنځو څخه لویه ده" وینا وه. اردوغان ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵ دایمي غړو پر پرېکړو محکوم شوی نړیوال سیستم د فلسطین او سوریې په څېر بحرانونو کې بې‌اغېزې پاتې شوی، او په دې خبره یې په نړیواله کچه د "نړیوالو اصلاحاتو" بحثونه پیل کړل.

ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو اړتیا د "نړۍ له پنځو څخه لویه ده" په جملې څرګنده کړه او زیاته یې کړه:

"تر دې زیات د ځنډ پرته، تر دې چې نور مظلوم او بې‌ګناه انسانان خپل ژوند له لاسه ورنه کړي او تر دې چې نړیوال وجدان نور ټپي نشي، ملګري ملتونه باید پر ستونزو خپل دروندوالی وښیي. زه غواړم پر دې ټینګار وکړم چې نړۍ له پنځو څخه لویه ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵ دایمي غړو لخوا د نړۍ له حقایقو سره په مخالفت کې د ملګرو ملتونو بې‌اغېزې کول د نړیوال وجدان لپاره د منلو وړ نه دي. تاسو ګورئ چې ټولې پرېکړې د یوه هېواد د پرېکړې پورې تړلې دي. که 'نه' ووایي نه، او که 'هو' ووایي نو بیا عملي کېږي. په فلسطین کې يوازې په څو میاشتو کې تر ۲۰۰۰ ډېر بې‌ګناه انسانان شهیدان شول، خو ملګرو ملتونو متوقعه حللاره وړاندې نه کړای شوه. په سوريه کې په ۴ کلونو کې تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۹ ملیونه انسانان بې‌ځایه شول، خو ملګرو ملتونو بیا هم اغېزمنې حللارې وړاندې نه کړای شوې."

له ترهګرۍ او فتو ترهګري سازمان سره په مبارزه کې کلک پیغامونه

اردوغان په ۲۰۱۶ کال کې د جولای د ۱۵مې نېټې له ناکامې کودتا لنډه موده وروسته د ملګرو ملتونو په ۷۱مه عمومي غونډه کې نړۍ ته د فتو ټرهګرې ډلې په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل: "دا د نوې نسل ترهګریزه ډله نه یوازې د تورکیې، بلکې د هغو ۱۷۰ هېوادونو لپاره هم ملي امنیتي تهدید دی چې فعالیت پکې کوي." هغه له دوستو هېوادونو وغوښتل چې د دې ډلې پر وړاندې تدابیر ونیسي. په وروستیو کلونو کې هم هغه له داعش او پې‌کې‌کې (PKK) په څېر ډلو سره مبارزه د نړۍ اجنډا ته پورته کړه او اشاره یې وکړه چې د تورکیې له خوا له ترهګرۍ سره مبارزه د نړیوالې سولې لپاره حیاتي اهمیت لري.ولسمشر اردوغان د ۲۰۱۸ کال د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي غونډه کې پر ملګرو ملتونو نیوکې وکړې او د فلسطین مسله یې پورته کړه.

اردوغان وویل: "دا حقیقت دی چې ملګري ملتونه د سولې او هوساینې په برخه کې د بشریت د هیلو له پوره کولو څخه لرې شوي دي." هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوازې د ۵ ویټو لرونکو غړو د ګټو خدمت کوي او د نړۍ په نورو برخو کې روانو ظلمونو ته نندارچیان پاتې شوي دي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه:

"په تېر کې په بوسنیا، روانډا، سومالیا او په نږدې تاریخ کې په میانمار او اوس مهال په فلسطین کې تر سره شوي قتل عامونه ټول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر سترګو لاندې شوي دي. هغه کسان چې د فلسطینیانو پر وړاندې پر روان ظلم چوپ دي او له هغوی سره د مرستو د کمولو هڅې کوي، یوازې د ظالمانو جرئت زیاتوي. که ټوله نړۍ شا هم ور واړوي، موږ به د تورکیې په توګه د مظلومو فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ یو او زموږ لومړۍ قبلې، قدس، د تاریخي او حقوقي موقف ملاتړ ته به دوام ورکړو."

د مظلومانو او عدالت غږ: ایلان ماشوم او فلسطین

په ۲۰۱۹ کال کې اردوغان د ناامنه کډوالۍ بحران د "ایلان ماشوم" په عکس سره د نړۍ د مشرانو ذهنونو ته پورته کړ، او په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یې پام پر فلسطین د اسرائیل پر بریدونو متمرکز کړ.

اردوغان د هغې بې‌ګناه وړوکي ایلان ماشوم عکس په ښودلو سره چې جسد یې د موګلا ولایت په بودروم ساحل کې موندل شوی و او د ناامنه کډوالۍ نښه ګرځېدلې وه، وویل: "نړۍ هغه په ملیونونو مظلومان خورا ژر هېر کړل چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په سفر وتلي وو او ژوند یې یا د مدیترانې په تورو اوبو کې پای ته ورسېد او یا د سرحدونو د اغزن تارونو مخې ته. په ځانګړي ډول، لکه څنګه چې تاسو ګورئ، نړۍ ایلان ماشوم خورا ژر هېر کړ. هېر نه کړئ چې کیدای شي یوه ورځ همدا حالت ستاسو پر سر هم راشي. ځکه ایلان ماشومان یو نه، بلکې زرګونه او ملیونونه دي، موږ باید د دې ټولو پر وړاندې تدابیر ونیسو."

اردوغان له تریبون څخه د کلونو په اوږدو کې د متجاوز اسرائیل د پراختیا غوښتنې نقشه وښودله او د نړیوالو قوانینو پر پښو لاندې کولو یې توند غبرګون وښود. د فلسطین مسلې ته په اشارې سره هغه وویل:

"زه حیران یم، دا اسرائیل چېرته دی؟ د دې اسرائیل ځمکې کومې سیمې احاطه کوي؟ په ۱۹۴۷ کال کې اسرائیل چېرته و؟ له هغه بعد په ۱۹۴۹، ۱۹۶۷ کې اسرائیل چېرته و او اوس مهال چېرته دی؟ وګورئ، کال ۱۹۴۷ دی، دلته تقريباً اسرائیل نشته، ټوله فلسطین دی. کال ۱۹۴۷ د وېش پلان دی، فلسطین کوچنی کېږي او اسرائیل لویېږي. راځم ۱۹۶۷ ته، له ۱۹۴۹ سره یوځای اسرائیل لویېږي او فلسطین کوچنی کېږي. او ننني حالت ته راځم: اوس مهال له بلې خوا تقريباً فلسطین نشته، نږدې ټوله پر اسرائیل بدله شوې... ایا اسرائیل موړ شو؟ نه، نه مړېږي. اسرائیل اوس هم د پاتې برخې د لاندې کولو هڅه کوي. ښه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ملګرو ملتونو لخوا د اسرائیل په اړه خورا ډېرې پرېکړې شوې دي، ایا دا پرېکړې عملي کېږي؟ نه، نه عملي کېږي. نو بیا ملګري ملتونه څه په درد خوري؟ که موږ د دې چت لاندې پرېکړې کوو او اغېزمنې نه وي، نو عدالت به چېرته تمځای ومومي؟ همدا زموږ ستونزه ده."

 

حل‌لارې ته متوجه ډیپلوماسي: د تور سمندر د غلو دهلېز

اردوغان نه یوازې د نیوکې کوونکي، بلکې د حل‌لارې موندونکي رهبر په توګه هم راڅرګند شو. د روسيې او اوکراین د جګړې پر مهال د استانبول د هوکړې له لارې رامنځته شوی د تور سمندر د غلو دهلېز (Karadeniz Tahıl Koridoru) د ملګرو ملتونو له تریبون څخه د "په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو ترټولو لویه لاسته راوړنه" وبلل شوه. دې ګام د ټولې نړۍ پر وړاندې د تورکیې د منځګړي او بحران حل کوونکي حیثیت ثبت کړ.

 

اردوغان د استانبول په تنګي کې د غلو لېږدوونکې بېړۍ عکس په ښودلو سره وویل: "د ښاغلي سرمنشي سره زموږ د جدي هلو ځلو په پایله کې، موږ وکولای شول د تور سمندر له لارې نړۍ ته د اوکراین د غلو رسېدل ډاډمن کړو. د استانبول د هوکړې د دویمې میاشتې په پوره کېدو سره، موږ په خوښۍ سره ګورو چې انتقال ورځ تر بلې چټکېږي. دا هوکړه چې د غلو د اکمالات دوام لپاره حیاتي ارزښت لري، په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو یو له سترو بریالیتوبونو څخه دی. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغو کسانو باور پر ملګرو ملتونو بېرته تازه شو چې له نړیوالې ټولنې څخه هیله‌من وو. د استانبول هوکړې ثابته کړه چې په حیاتي مسایلو کې مذاکرات پایله ورکوي."

"موږ نړیواله ټولنه د شمالي قبرس (KKTC) استقلال پیژندلو ته بولو"

ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي غونډه کې هم پر ملګرو ملتونو خپلې نیوکې جاري وساتلې. له ترهګرۍ سره د مبارزې، اسلام هراسۍ او نژاد پالنې په مسایلو د پیغامونو ترڅنګ، اردوغان د روسيې-اوکراین جګړې، د فلسطین مسلې او د ختیځې مدیترانې پرمختګونو ته هم اشاره وکړه.

د شمالي قبرس ترکي جمهوریت په اړه اردوغان داسې پیغام ورکړ: "موږ نړیواله ټولنه دعوت کوو چې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت خپلواکي په رسمي توګه وپېژني او له دې هېواد سره ډیپلوماټیکې، سیاسی او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي." اردوغان زیاته کړه: "موږ په ټاپو کې د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکي ځواک څخه د بې‌طرفۍ تمه لرو. موږ نه غواړو چې دا ځواک چې اعتبار یې زیانمن شوی، په قبرس کې له نور اعتبار بایللو سره مخ شي."

اردوغان د دې په ټینګار سره چې قره‌باغ د آذربایجان خاوره ده، وویل: "موږ له پیل څخه د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د خبرو اترو پروسې ملاتړ کړی دی. مګر موږ ګورو چې ارمنستان له دې تاریخي فرصت څخه سمه ګټه نه ده اخیستې. موږ له ارمنستان څخه تمه لرو چې خپلې ژمنې، په ځانګړي توګه د زنګزور دهلېز پرانیستل، پوره کړي. لکه څنګه چې اوس ټول منلي، قره‌باغ د آذربایجان خاوره ده. له دې پرته د بل هیڅ ډول حالت تحمیلول به منل نشي."

د اسرائیل د بریدونو پر وړاندې د درېدو غوښتنه

ولسمشر اردوغان په ۲۰۲۴ کال کې د سپټمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو ۷۹مې عمومي غونډې ته د ۱۴م ځل لپاره وینا وکړه.

اردوغان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل د بریدونو پر وړاندې ودرېږي او وې ویل: "زه هغه هېوادونه چې تر اوسه یې فلسطین نه دی پېژندلی، دعوت کوم چې په دې حساسو شېبو کې د تاریخ پر سمه خوا ودرېږي او د فلسطین دولت ژر تر ژره په رسمي توګه وپېژني. د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ، د ختیځ قدس په پلازمېنې سره د یوه خپلواک، حاکم او جغرافیایي بشپړتیا لرونکي فلسطیني دولت رامنځته کول نور نه شي ځنډېدای. لکه څنګه چې ۷۰ کاله مخکې هټلر د بشریت په اتحاد سره ودرول شو، نتنیاهو او د هغه د جنایتکارانو ډله هم باید د بشریت په اتحاد ودرول شي."

اردوغان د ملګرو ملتونو پر جوړښت د نیوکو په تکرارولو سره وویل: "په خپګان سره ګورو چې په وروستیو کلونو کې ملګري ملتونه د خپل تأسیسي ماموریت په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي. دا سازمان ورو ورو پر یوه بې‌اغېزې، درانه او بې‌کارېدونکي جوړښت بدلېږي. د 'نړۍ له پنځو څخه لویه ده' دریز ته نن ورځ تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کېږي."

د غزا د وضعیت په اړه د اردوغان وینا چې پکې له نړیوالې ټولنې څخه د سمدستي اقدام غوښتنه شوې وه، په بهرنیو رسنیو کې هم پراخ انعکاس وموند.

سترګې بیا د ولسمشر اردوغان وینا ته دي

اردوغان چې د قبرس له مسلې نیولې د ختیځې مدیترانې، اسلام هراسۍ او اقلیمي بحران پورې بېلابېل موضوعات د ملګرو ملتونو اجنډا ته راپورته کړي، د سپټمبر په ۲۲مه په خپله وینا کې به هم د هغو حساس پړاوونو په اړه خپلې حللارې شریکې کړي چې نړۍ ترې تېرېږي.

تمه کېږي چې ولسمشر اردوغان به خپله هغه اصلاحي لاره چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې یې پیل کړې، د نن ورځې له نویو نړیوالو تهدیدونو سره یوځای کړي، او د هغه وینا به د نړیوالې ډیپلوماسۍ په حلقو کې په دقت سره وڅارل شي.

اردوغان به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ، له نړیوالو مشرانو سره مهمې دوه اړخیزې لیدنې او کتنې هم ولري.

 

وپلټۍ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی