په بغداد، بیروت، کویټ او منامه کې د امریکا د سفارتونو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثیانو په سعودي عربستان کې پر مختلفو ځایونو، د ملکي هوايي ډګر په ګډون، بریدونه کړي دي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د پوځي نښتو د «چټک زیاتېدو» په هکله د خبرداري تر څنګ ویل شوي چې په منځني ختیځ کې امنیتي چاپېریال پېچلی دی او «د ناڅاپي تاوتریخوالي زیاتېدو» احتمال شته.
په دې اعلامیه کې په منځني ختیځ کې له مېشتو امریکایانو غوښتل شوي چې احتیاط وکړي او د الوتنو د ممکنو لغوه کېدو، د هوايي حریم د تړل کېدو او د سفرونو د ځنډېدو لپاره دې چمتو وي.
همدارنګه په اعلامیه کې زیاته شوې چې ایران او د هغو ملاتړې ډلې ښايي له امریکا سره تړلي ځایونه په نښه کړي، او څرګنده شوې چې د امریکا ډیپلوماټیکو مرکزونو، د منځني ختیځ د سیمې په ګډون او له هغه بهر، مخکې هم بریدونه لیدلي دي.




















