د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کسان په جدي جرمونو لکه وژنې، جنسي تېري او د مخدره توکو په قاچاق محکوم شوي وو او د قانون له مخې یې باید د جرمني خاوره پرېښې وای.
د دغه وزارت یوه ویاند د جرمني "ARD" ټلویزیون ته وویل چې د دغو افغانانو ځانګړې الوتکه د سې شنبې په سهار په کابل کې ناسته وکړه، خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.
د جرمني حکومت سږ کال په پیل کې د طالبانو له چارواکو سره یوې هوکړې ته ورسېد ترڅو هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې په جرمني کې یې جدي جرمونه کړي وي. د دغې هوکړې له مخې، لومړۍ ډله افغانان د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په مستقیم ډول افغانستان ته وشړل شول.
په وروستیو کلونو کې د بې اسناده کډوالو او هغو بهرنیانو شړل چې په جدي جرمونو محکوم شوي، په جرمني کې د عامه امنیت پر سر د بحثونو په یوه مهمه موضوع بدله شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ ضد ښي اړخي ګوند "AfD" د کډوالو ضد شعارونو له امله په دغه هېواد کې ډېر ملاتړي موندلي دي.
د چانسلر "فریدریش میرز" (Friedrich Merz) په مشرۍ محافظه کاره ایتلافي حکومت، چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې واک ترلاسه کړی، ژمنه کړې چې د غیرقانوني کډوالۍ کمولو لپاره به په کډوالۍ قوانینو کې پراخ بدلونونه راولي. د حکومت په دې پلان کې د اروپایي ټولنې په داخلي سرحدونو کې سخت کنټرول او په چټکۍ سره د هغو کسانو شړل شامل دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او یا په تاوتریخوالي لرونکو جرمونو تورن دي.









