پولیسو ویلي چې د واشنګټن په یوه لوکس استوګنیز ګاونډ کې د سپورت په یوه مرکز (فټنس سنټر) کې دننه او بهر د ډزو له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د واشنګټن د پولیسو سرپرست مشر جیفري کارول د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ډزو شکمن کس وروسته له هغه چې خپل ځان په یو نږدې اپارتمان کې بند کړی وو، ځان ویشتی دی.
کارول وویل چې دغه سړی، چې هویت یې نه دی افشا شوی، ظاهراً د هغه اپارتمان د ودانۍ د مالکانو له ټولنې سره «یوه ډول شخړه» لرله؛ دا ودانۍ د پلازمېنې په لوګن سرکل سیمه کې، له سپینې ماڼۍ شاوخوا یو مایل شمال لور ته موقعیت لري.
د پولیسو مشر وویل چې وژل شوی کس د سپورت کلب په دننه کې په ډزو ویشتل شوی و. کارول زیاته کړه چې د څلورو ټپیانو له ډلې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی، په داسې حال کې چې د نورو ټپونه د ژوند ګواښونکي نه برېښي.
د بریدګر د روغتیايي وضعیت په اړه سمدستي معلومات نه دي ورکړل شوي.
دغه برید چې د سهار د ګڼې ګوڼې په ساعت کې شوی، پولیسو سمدلاسه مداخله وکړه. د بېلابېلو امنیتي ادارو لسګونه موټرونه د پېښې ځای ته په چټکۍ روان او ورسیدل او د پولیسو چورلکو پر سیمه الوتنې کولې. د پولیسو له خوا یو شمېر اوسېدونکي له سیمې وایستل شول او نورو ته لارښوونه وشوه چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.
واشنګټن سن ورځپاڼې د «ویدا فټنس» (VIDA Fitness) سپورتي کلب د یوه غړي له قوله لیکلي چې کله ډزې پیل شوې، دی د منډې وهلو پر ماشین منډې وهلې. مایکل کارني وویل چې ده د یوه «پټاقي» غږ واورېد او بیا یې د کلب پر فرش یو کس ولید چې پر سر په مرمۍ ویشتل شوی و. کارني یادې ورځپاڼې ته وویل: «هر چا د ګلانو د ګلدانیو او نورو شیانو تر شا ځانونه پټول.»




















