تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
په داسې حال کې چې انتالیا د ملګرو ملتونو د اقلیمي سرمشریزې کوربه توب کوي، د تورکیې ولسمشر د برازیل، بنګله دېش، ایتوپیا، سعودي عربستان او ترکمنستان له چارواکو سره وکتل.
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انتالیا کې د کاپ-۳۱ غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې ترسره کړې دي. نوموړي د برازیل له ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سلوا، د بنګله دېش له لومړي وزیر طارق رحمان، د ایتوپیا له لومړي وزیر ابي احمد علي، د سعودي عربستان د انرژۍ له وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان ال سعود او د ترکمنستان د خلکو د شورا له رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.

تورکیه د نوامبر له ۹مې تر ۲۰مې په دغه سویلي ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د کنفرانس کوربه ده. د تورکیې د چاپېریال، ښارجوړونې او اقلیمي بدلون وزارت وايي، تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د ۹۵ هېوادونو او اوو نړیوالو سازمانونو په استازیتوب ۱۰۲ مشران ګډون وکړي.

دا سرمشریزه د کنوانسیون ټول ۱۹۶ غړي او د اروپا ټولنه سره راټولوي، چې په ګډون والو کې به یې ۳۷ د دولتونو مشران او ۳۵ د حکومتونو مشران شامل وي.

برازیل: ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سلوا
د تورکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ریاست وویل، لولا چې د کاپ-۳۱ د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انتالیا ته راغلی، د سه شنبې په ورځ یې له اردوغان سره پر دوه اړخیزو اړیکو، او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې.

اردوغان وویل چې دواړه هېوادونه به په ۲۰۲۷م کال کې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ۱۰۰مه کلیزه ونمانځي او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او دفاعي صنعت په برخو کې به خپلو اړیکو پراخولو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه نړیوالو مسایلو ته په خپله تګلاره کې سولې ته لومړیتوب ورکوي او د پیوستون پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

بنګله دېش: لومړی وزیر طارق رحمان
د اړیکو ریاست وویل، ولسمشر اردوغان همداشان د بنګلادیش له لومړي وزیر طارق  رحمان سره هم لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې  خبرې اترې د تورکیې او بنګله دېش پر اړیکو او سیمه ییزو مسایلو متمرکزې وې.

د تورکیې ولسمشر وویل چې دواړه هېوادونه به په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو له پراختیا څخه ګټه پورته کړي.

هغه همداراز وویل چې انقره د کاکس بازار (Cox’s Bazar) بشري وضعیت ته، چیرې چې شاوخوا یو میلیون روهینګیا کډوال په کمپونو کې ژوند کوي، د نړیوالې ټولنې د پام اړولو هڅو ته دوام ورکوي.

ولسمشراردوغان د ایتوپیا له لومړي وزیرابي احمد سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې  پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشوې، او اردوغان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.

هغه د ایتوپیا په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د انقرې پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ. اردوغان د سږنۍ سرمشریزې د ترکیې له مشرۍ وروسته، راتلونکی کال د کاپ-۳۲ (COP32) د کوربه توب لپاره د ایتوپیا د چمتووالي له امله ابي احمد ته مبارکي هم وویله.


اردوغان د کنفرانس په څنډه کې د سعودي عربستان د انرژۍ له وزیر سره جلا کتنه وکړه. په دې لیدنه کې د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځ یو تړون لاسلیک کړ.

په دې ناسته کې د کاپ-۳۱ رئیس او د چاپېریال وزیر مراد کوروم، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ولسمشرۍ د دفتر رئیس حسن دوغان او د اړیکو رئیس برهان الدین دوران هم ګډون درلود.
د تورکیې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې اردوغان د ترکمنانو له ملي مشر او د ترکمنستان د خلکو د شورا له رئیس بردي محمدوف سره هم وکتل. دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې. دوی د انرژۍ، سوداګرۍ، دفاع او پانګونې په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د کاپ-۳۱ غونډې د پیلیدو سره سم انتالیا ته د نورو مشرانو راتګ روان دی، چې د اذربایجان د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف وروستی کس و چې د سه شنبې په ورځ د اردوغان په بلنه هلته ورسېد.

تمه کېږي چې اردوغان، چې له دې وړاندې یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوټرېش او پورته یادو شویو مشرانو سره کتلي، د دې ستراتیژیکې سرمشریزې د دوام په ترڅ کې به نورې لیدنې هم ولري.

 

وپلټۍ
ژمني طوفان او ډیرو زیاتو اورښتونو په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو وضعیت لا پسې خراب کړی دی
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.