نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې د وسله وال په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۸ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي / AFP (Wire)

د پولیسو د یوې رسمي اعلامیې له مخې، وسله والو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د سرو زرو د ناقانونه کیندنو پر ضد د عملیاتو پر مهال پر پولیسو برید وکړ چې ۱۰ پولیس په کې ووژل شول، او په ورپسې جګړه کې ۱۸ وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالتي پولیسو په یوه بیان کې ویل شوي، کله چې پولیس د کوهاټ ولسوالۍ په ګمبټ سیمه کې له یوه کان څخه د راستنېدو په حال کې وو، چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

په بیان کې راغلي چې د ۱۰ پولیسو او ۱۸ وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ، ۱۲ تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

تر دې نښتو وروسته، پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان - ټي ټي پي) په ټول هېواد کې د یو لړ بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست، چې په ګمبټ سیمه کې د پولیسو پر کاروان برید هم په کې شامل و.

تر دې مخکې، په کوهاټ کې یوه لوړپوړي اداري چارواکي اې اېف پي (AFP) خبري اژانس ته ویلي وو چې وسله والو د برید پر مهال د پولیسو دوه موټر وسوځول، او د پولیسو دوه نور او یو شخصي موټر لادرکه دي.

د کوهاټ د اورکزیو سیمې یوه بل لوړپوړي اداري چارواکي وویل چې په دغه ولسوالۍ کې په جلا عملیاتو کې د ټي ټي پي ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې له وسله والو څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي ځواکونه په دې سرحدي ایالت کې د وسله والۍ له مخ پر زیاتېدونکي څپې سره مبارزه کوي؛ دوی ادعا کوي چې دا بریدونه له افغانستان څخه سرچینه اخلي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت دا تور ردوي.

د سیمه ییزو بېړنیو خدماتو یوه ویاند د چهارشنبې په پیل کې وویل چې په کوهاټ ولسوالۍ کې «پر پولیسو د ډزو پېښه» شوې، او زیاته یې کړه چې ژغورندویه ډلې د ۱۲ ټپي پولیسو درملنه کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې دي، او تېر کال په اکتوبر کې د هغو مرګونو سرحدي نښتو وروسته لا خرابې شوې چې د پولې د نږدې بشپړ بندېدو لامل شوې وې.

نښتې له منځګړیتوب وروسته کرارې شوې، خو دا شخړې بیا په فبرورۍ کې شدیدې شوې او پاکستان پر خپل ګاونډي د «ښکاره جګړې» اعلان وکړ.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یوه بیان کې دغه برید وغانده، د پولیسو پر وژل کېدو یې خپګان څرګند کړ او ویې ویل: «له هېواده د ترهګرۍ د بشپړې ریښې ایستلو لپاره ملي هوډ پیاوړی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې دی «په کوهاټ کې پر پولیسو په بزدلانه ترهګریز برید کې د قیمتي ژوندونو د لاسه ورکولو له امله خورا خواشینی دی.»

اسلام اباد پر کابل تور لګوي چې هغو وسله والو ته یې له خپلې خاورې د فعالیت اجازه ورکړې چې د پاکستان په خاوره کې د مرګونو بریدونو مسؤل دي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د شمېرو له مخې، د تېر کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړو کې په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، په خیبر پښتونخوا کې وسله والو دوه هغه پولیس ووژل چې افغان پولې ته څېرمه د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین د یوې ډلې د امنیت لپاره ګومارل شوي وو.

تېره میاشت دا ایالت د بېړني (اضطراري) حالت لاندې راغی چارواکو وویل چې دا اقدام د وسله والو پر ضد د اقدام کولو په برخه کې د ایالتي حکومت د پاتې راتلو په غبرګون کې شوی دی.

د دې بېړنیو تدابیرو پلي کېدو د پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان د «پاکستان تحریک انصاف» (PTI) ګوند د واک وروستۍ پاتې شوې اډه هم له صحنې بهر کړه.

دغو ځانګړو اساسي قانوني اقداماتو په ټول ایالت کې د عمران خان پر پلویانو سخت بندیزونه او عملیات هم پیل کړل، چې په پایله کې یې سلګونه کسان ونیول شول.

 

وپلټۍ
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په روغتون کې له درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو
امریکا ۳ تنه په انګلستان کې پر امریکايي هوایي اډه د "ترهګریزو بریدونو" د پلان جوړولو په تور تورن کړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.
چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني امریکا ته وسپارل
د ایران د راپور شوي ګواښ له امله امریکا له دویمې بریتانوي هوايي اډې هم خپلې الوتکې وایستلې
د یونان کریټ ټاپو ته نږدې ۱۲ کډوال مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژغورل شوي دي
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
امریکايي قاضي په واشنګټن کې د ټرمپ د کمان (قوس) جوړولو چارې په لنډمهاله توګه ودرولې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ