تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
د ملګرو ملتونو مشر د نړیوالې تودوخې د محدودولو په موخه له فوسیلي سون توکو څخه د چټک لېږد، د اقلیمي چارو د ډېر تمویل او د زیانمنونکو هېوادونو د پیاوړي خوندیتوب غوښتنه کوي.
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
ګوتریش / َAA

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرېش د چهارشنبې په ورځ د ګډ مسوولیت پر بنسټ د یوه نوي "اقلیمي عدالت تړون" غوښتنه وکړه، او د کاپ-۳۱ غونډې له ګډونوالو هېوادونو یې وغوښتل چې له فوسیلي سون توکو څخه لېږد چټک کړي او په پراخه کچه اقلیمي تمویل راټول کړي.

ګوټرېش په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنفرانس د مشرانو سرمشریزې ته وویل: "موږ د ګډ مسوولیت، ګډ امنیت او ګډو ګټو پر بنسټ یوه نوي اقلیمي عدالت تړون ته اړتیا لرو." نوموړي ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید د "ګډو خو جلا" مسوولیتونو د اصل له مخې خپلې ژمنې پوره کړي.

دا وړاندیز شوی چوکاټ پر څلورو ستنو ولاړ دی: له فوسیلي سون توکو څخه د عادلانه لېږد چټکول، د زیانمنونکو وګړو خوندیتوب، د کافي تمویل ډاډ ترلاسه کول، او پر جیوپولیټیکي وېشونو باندې همکارۍ ته لومړیتوب ورکول.

د دې لپاره چې د تودوخې د ۱.۵ درجې سانتي ګراد حد د لاسرسي وړ پاتې شي، ګوټرېش وویل چې د نوي کېدونکې انرژۍ نړیوال ظرفیت باید تر ۲۰۳۵م کال پورې د ۲۰۲۵م کال د کچې په پرتله درې برابره شي، په داسې حال کې چې د ډبرو سکرو انرژي باید لږترلږه ۷۵ سلنه راکمه شي.

هغه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل چې تر ۲۰۳۵م کال پورې هر کال لږترلږه ۳۰۰ میلیارده ډالر چمتو کړي او وړاندیز یې وکړ چې د تېلو د سترو شرکتونو پر ناڅاپي (باد راوړې) ګټو دې مالیه ولګول شي.

هغه وویل، نهو سترو شرکتونو په تېره ربع (درېیو میاشتو) کې ۹۵ میلیارده ډالره ګټلي دي، او غوښتنه یې وکړه چې دا عواید دې د زیانمنونکو هېوادونو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

ګوټرېش خبرداری ورکړ چې اقلیمي ناورینونه په ټوله نړۍ کې "ژوند، معیشت او اقتصادونه ځپي"، او اوسنی تګلوری یې د "متقابل باوري ویجاړتیا په لور لار" وبلله.

هغه وویل: "یا د دې عادلانه لېږد لپاره پلان جوړ کړئ، یا یې بیه په ګډوډۍ او د معیشت په له لاسه ورکولو سره پرې کړئ."

تورکیه په خپل سویلي ښار انتالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس (COP31) کوربه توب کوي.

 

وپلټۍ
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ