منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د سمندري ادارې په وینا، د عمان ساحل ته نږدې د ایران وسله والې کښتۍ په کانټینري کښتۍ برید کړی
د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د عمان په ساحل کې یوې ایراني توپچي کښتۍ په یوه کانټینري کښتۍ ډزې وکړې، چې زیان یې اړولی خو څوک پکې نه دي ټپیان شوي.
د سمندري ادارې په وینا، د عمان ساحل ته نږدې د ایران وسله والې کښتۍ په کانټینري کښتۍ برید کړی
د سمندري ادارې په وینا، د عمان ساحل ته نږدې د ایران وسله والې کښتۍ په کانټینري کښتۍ برید کړی / Reuters

د هرمز تنګي په کړکېچ کې، د ایران یوې وسله والې کښتۍ عمان ته نږدې یوه کانټینري کښتۍ په نښه کړه، چې درانه مالي زیانونه یې واړول خو له نیکه مرغه چې چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.

د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د عمان په ساحل کې یوې ایراني توپچي کښتۍ په یوه کانټینري کښتۍ ډزې وکړې، چې زیان یې اړولی خو څوک پکې نه دي ټپیان شوي.

د انګلستان د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز ویلي چې د کانټینري بېړۍ کپتان راپور ورکړی چې کښتۍ ته د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یوه کښتۍ نږدې شوه او بیا یې ډزې وکړې، چې پل ته یې دروند زیان رسولی دی، خو اور لګېدنه یا چاپېریالي اغېز نه دی رامنځته شوی.  

مرکز زیاته کړه چې پېښه د عمان له ساحله شاوخوا ۱۵ سمندري میله شمال ختیځ کې رامنځته شوې او د عملې ټول غړي خوندي دي.

د بريتانیا د سمندري امنیت شرکت وانګارډ ټیک په وینا، کښتۍ د لایبریا بیرغ لاندې روانه وه او "خبر ورکړل شوی و چې د هرمز تنګي ته د تګ اجازه لري".

خو د ایران خبري اژانس “تسنیم” وویل چې بېړۍ د ایران د وسله ‌والو ځواکونو خبرداریو ته پام نه و کړی.

د دغه ستراتیژیک تنګي له لارې د کښتۍ تګ راتګ د وروستیو شخړو له امله سخت محدود شوی، په داسې حال کې چې امریکا د ایران د بندرونو د محدودولو هڅې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند به د اپریل له اتمې نیټې وروسته وغځول شي.

وپلټۍ
ټرمپ: د ایران د غني شویو یورانیمو بیرته ترلاسه کول به 'اوږد او ستونزمن بهیر' وي
ایران د عمان خلیج کې د امریکا لخوا د بار وړونکې کښتۍ نیول وغندل  او دا يي سمندري داړه ماري وبلله.
امریکايي رسنۍ :وینس د ایران په اړه د لوړې کچې خبرو اترو لپاره د سه شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کوي
ټرمپ له سټارمر سره موافقه وښوده چې له اېپسټین سره د تړلي منډلسن ټاکنه ناسمه پریکړه وه
د طالبانو چارواکي له اروپایي ټولنې څخه د افغانانو د اخراج په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته ځي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لبنان کې پر سوله ساتو ځواکونو خونړی برید وغانده
چین پر امریکا غږ وکړ چې پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو بریدونه ودروي
په جاپان کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې سونامي راوپاروله او د 'بولټ' اورګاډو تګ راتګ یې ودراوه
د اسرائیلو محکمې وویل، د امنیتي لاملونو له امله د نتنیاهو د محاکمې اورېدنه وځنډول شوه
د ایران ولسمشر: جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده؛ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه
د فیلیپین پوځ وايي چې ۱۹ مشکوک د حکومت ضد جنګیالي یې وژلي دي
اوکراین د روسیې په توپس بندر د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید کړی.
د اسرائیلو پوځ د جنوبي لبنان اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د پولې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي
د فلسطین پلوه ډلې ژمنه وکړه چې د کوینزلېنډ د نفرت ضد وینا قوانینو پر ضد به قانوني اقدام وکړي
اسرائیلي سرتېري لخوا د حضرت عیسی (ع) د مجسمې د ماتولو پر سر غصه او غبرګونونه راپاریدلي دي