چین د دوشنبې په ورځ پر امریکا غږ وکړ چې د هغو هېوادونو پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو بریدونه ودروي چې اټومي وسلې نه لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند "ګوو جیاکون" په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل چې چین تېره اونۍ د اټومي وسلو د نه خپرولو د تړون (NPT) یوولسم ارزونکي کنفرانس ته خپل ملي راپور وسپاره.
ګوو وویل چې د ارزونې کنفرانس باید پر امریکا فشار راوړي ترڅو "د اټومي بې وسلې کولو په برخه کې خپل ځانګړی او لومړنی مسؤلیت ادا کړي، د هغو هېوادونو پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو بریدونه ودروي چې اټومي وسلې نه لري، د اټومي وسلو د شریکولو له لارې د اټومي اتحادونو جوړول بس کړي، او د جاپان د خپلواکو اټومي وړتیاوو د ترلاسه کولو د هڅو په څېر منفي تمایلاتو مخه ونیسي."
نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن باید د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ د اټومي اوبتلونو (سبمارینونو) د همکارۍ، چې په "اوکوس" (AUKUS) مشهوره ده، د اټومي وسلو د خپرېدو خطرونو ته په سمه توګه پاملرنه وکړي.
په دغه راپور کې د اټومي خطرونو د کمولو او د اټومي جګړې د مخنیوي په اړه د بحثونو غوښتنه هم شوې ده. همدا راز غوښتنه شوې چې د اټومي مسایلو د حل لپاره باید له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو کار واخیستل شي او د مخ پر ودې هېوادونو دا حق خوندي شي چې له اټومي انرژۍ څخه د سوله ییزو موخو لپاره ګټه پورته کړي.
د چین اټومي پالیسي:
ویاند زیاته کړه چې بیجینګ د "دفاعي اټومي ستراتیژۍ" پیروي کوي، د اټومي وسلو د "نه لومړني کارونې" (no-first-use) پالیسي لري، او خپله اټومي وړتیا په هغې ټیټه کچه ساتي چې یوازې د ملي امنیت لپاره ورته اړتیا ده. ګوو وویل چې چین د NPT تړون د اعتبار او اغېزمنتیا په کلکه ننګه کوي.
هغه زیاته کړه: "ټول لوري باید د نړیوال ثبات ساتلو ته خپله ژمنتیا بیا تازه کړي، د ټولو لپاره د نه کمېدونکي امنیت پر اصل ولاړ پاتې شي او په تدریجي ډول د اټومي بې وسلې کولو په لور ګامونه پورته کړي." په راپور کې د اټومي وسلو د "نه لومړني کارونې" په اړه د یوه دوه اړخیز تړون د لاسلیک کېدو غوښتنه هم شوې ده.
چین تر دې وړاندې هم پر ایراني اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو ګډ بریدونه غندلي وو او دا یې پر NPT تړون یو "سخت ګوزار" بللی و. له هغې راهیسې چې امریکا او اسرائیلو تېره میاشت پر ایران بریدونه پیل کړي، د ایران په "اردکان"، "بوشهر" او "خنداب" ښارونو کې یې اټومي تاسیسات او بنسټیزه زیربناوې په نښه کړې دي.










