د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یو نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه لیرې نشي، دا هېواد د دې خطر سره مخ دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
طالبانو ښځې له ډېرو دولتي دندو څخه منع کړې دي او د نجونو زده کړې یې یوازې تر ۱۲کلنۍ (شپږم ټولګي) پورې محدودې کړې دي.
د راپور له مخې، دې بندیزونو لا دمخه لږ تر لږه یو میلیون نجونې اغېزمنې کړې دي –دغه شمېره که وضعیت بدل نشي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به دوه چنده شي. یونیسف له طالبانو وغوښتل چې هغه بندیزونه لیرې کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته یې لګولي دي.
د یونیسف راپور چې تر عنوان لاندې خپور شوی، ښيي چې تعلیم او روغتیا برخو ته د بااستعداده او مسلکي ښځو په ورتګ کې چټک کموالی راغلی دی.
د راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ووځي. اټکل کېږي چې دا شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغانستان د کاري ځواک شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي. راپور زیاته کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د روغتیايي کارکوونکو د ضایع کېدو شمېر ۹۶۰۰ ته ورسیږي.
د یونیسف اجرایوي مشرې، کاترین رسل وویل: "افغانستان نشي کولای خپلې راتلونکې ښوونکې، نرسانې، ډاکټرانې، قابله ګانې او ټولنیزې کارکونکې له لاسه ورکړي، ځکه چې دوی بنسټیز خدمتونه وړاندې کوي." هغې زیاته کړه: "که نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي، دا به یو تریخ حقیقت وي."
راپور یادونه کړې چې د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ده، او په هغو ښوونځیو کې چې ټولګي یې جلا دي، د نجونو لپاره ښځینه ښوونکې اړینې ګڼل کېږي.
د یونیسف په وینا، په دې برخه کې د ښځینه کارکوونکو کموالی به پر افغان اقتصاد کلنی لږ تر لږه ۵.۳ میلیارده افغانۍ (۸۴ میلیونه ډالره) اغېز وکړي، چې دا د هېواد د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۰.۵ سلنه جوړوي.
یونیسف وویل چې د افغانستان سرپرست چارواکي باید د مهارتونو روزنه خوندي کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د کار په بازار کې برخه واخلي.











