د تورکیې په کوربه توب د اکتوبر په ۲۹مه او ۳۰مه په پلازمېنه انقره کې د تورکي دولتونو د سازمان په ۱۳مه سرمشریزه کې، له کرنې نیولې تر فضا او له سوداګرۍ نیولې تر ټرانسپورټ پورې په بېلابېلو برخو کې د ترسره کېدونکو همکاریو پر لور سترګې اوړي.
انقره، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د "تورک نړۍ د ګرځندوی پلازمېنې" په توګه ټاکل شوې، د جولای میاشتې د ناټو له سرمشریزې وروسته د یوې بلې نړیوالې غونډې کوربه توب ته چمتووالی نیسي. په همدې ترڅ کې، د تورکي دولتونو د سازمان ۱۳مه سرمشریزه، چې د ترک نړۍ مشران به پکې راټول شي، د اکتوبر په ۲۹-۳۰مه په پلازمېنه کې جوړه شي.
د سازمان د فعالیتونو د مهال وېش له مخې، د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به د اکتوبر په ۲۹مه غونډه وکړي.
د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب به دغه سرمشریزه د اکتوبر په ۳۰مه د "تورکیې پېړۍ: په ژبه، فکر او عمل کې یووالی" تر شعار لاندې ترسره شي.
په دې غونډه کې د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ د اوسني وضعیت او راتلونکو لیدلورو سربېره، د ګډې علاقې وړ سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو باندې د بحث کولو تمه کیږي.
د تورک نړۍ د ۲۰۴۰ لیدلوري اقتصادي موضوعات هم د بحث پر مېز دي
تمه کیږي چې مشران به د تورکي دولتونو د سازمان د لومړیتوبونو په برخو کې، په ځانګړې توګه په سیاسي همکارۍ، سوداګرۍ او پانګونې، ټرانسپورټ او ارتباطاتو، انرژۍ، ډیجیټل بدلون، کلتوري او بشري همکاریو، او بنسټیز پرمختګ کې ترلاسه شوي پرمختګونه و ارزوي.
د دې ترڅنګ، ترکیه به په دې سرمشریزه کې د تورکي دولتونو د سازمان دوره يي مشري له اذربایجان څخه په غاړه واخلي. په سرمشریزه کې تمه کیږي چې د دولتونو مشران به د انقرې اعلامیه له هغو بېلابېلو پرېکړو او اسنادو سره یوځای تصویب کړي، چې موخه یې د همکاریو پراخول او د دغه سازمان د بنسټیز جوړښت لا پیاوړي کول دي.
د تورکي دولتونو د سازمان په چوکاټ کې د "غړو هېوادونو ترکیې، اذربایجان، قرغزستان، قزاقستان او ازبکستان" ترڅنګ ترکمنستان، هنګري او د شمالي قبرس تورکي جمهوریت (KKTC) د "څارونکو هېوادونو" په توګه او د اقتصادي همکارۍ سازمان د "څارونکي سازمان" په توګه ګډون لري.






















