د ډان (Dawn) ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې د دغه ایالت په کرک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو پر یوه پټنځای د چاپې او عملیاتو پر مهال په رامنځته شوې نښته کې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ وسله وال هم له منځه وړل شوي دي.
ویل شوي چې د وژل شویو پولیسو د جنازې مراسم ترسره شوي او په سیمه کې د وسله والو پر ضد تصفیوي عملیات دوام لري.
په پاکستان کې مسلحانه بریدونه په ځانګړې توګه له افغانستان سره نږدې پرتو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تمرکز لري.
په دواړو ایالتونو کې بېلابېلې وسله والې ډلې د پښتنو او بلوچ قومي حقونو د دفاع تر سرلیک لاندې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان طالبانو تحریک په افغانستان کې میشت دی او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، مګر د افغانستان حکومت دا ادعاوې تل رد کړې دي.
په بلوچستان کې بیا د "بلوچستان د ازادۍ پوځ" بریدونه له ورایه څرګندېږي. د بلوچستان د ازادۍ پوځ له پاکستان څخه د بلوچستان جلا کېدل او د بلوچ ولس لخوا د دغې سیمې اداره کول غواړي.


















