د کانګرس چارواکو د نیویارک ټایمز له قوله ویلي چې پنټاګون د اوږد واټن ویشتونکو وسلو زېرمې په کمیدو دي، ځکه چې دوی له آسیا - آرام سمندر څخه منځني ختیځ ته لیږدوي.
د کانګرس چارواکو په وینا، چې د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز راپور ورکړ د امریکا پوځي قوماندانان د پنټاګون له خوا د اسیا ـ ارام سمندر سیمې څخه منځني ختیځ ته د اوږد واټن دقیقو وسلو د لېږد په اړه اندېښمن دي.
چارواکو وویل، له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائيلو جګړه پر ایران د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، متحده ایالاتو شاوخوا ۱۱۰۰ اوږد واټن پټ کروز توغندي کارولي چې په اصل کې د چین پر ضد احتمالي عملیاتو لپاره ځانګړي شوي وو.
د داخلي دفاع وزارت اټکلونو او د کانګرس د چارواکو په وینا، له ۱۰۰۰ څخه زیات توماهاک کروز توغندي، له ۱۲۰۰ څخه زیات پیټریاټ مخنیوي توغندي، او له ۱۰۰۰ څخه زیات دقیق برید او ATACMS ځمکني توغندي هم کارول شوي، چې له امله یې زېرمې ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
راپور وایي چې د دغو مهماتو کارول دې ته لاره هواره کړې چې پنټاګون له اسیا او اروپا څخه منځني ختیځ ته وسلې انتقال کړي، چې دا کار په نورو سیمو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د سیمې چمتووالی اغېزمنوي.
راپور زیاته کړه چې دې وضعیت د لوړې بیې لرونکو توغندیو پر کارونې د تکیې او د دفاعي صنعت د تولید د زیاتولو د وړتیا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
پنټاګون د وروستیو عملیاتو لپاره د مهماتو د کارولو بشپړ ارقام نه دي افشا کړي، پداسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ چارواکو دا ادعاوې رد کړې.
د دفاع وزارت او د کانګرس چارواکو ویلي چې د اوسني تولیدي سرعت له مخې د زېرمو بېرته ډکول ښایي کلونه وخت ونیسي.









