د ځايي چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نېشنل ریسورسز لمیټډ" د مسو او سرو زرو پر یوې پروژې د وسله والو په برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان نېشنل ریسورسز لمیټډ، چې د بلوچستان په سویل لوېدیځ کې د "دریګوان" سیمې د کان کیندنې مسوولیت لري، ویلي چې دا برید د چهارشنبې په ماښام شوی او امنیتي ځواکونو سیمه په کنټرول کې اخیستې ده.
یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې لږ تر لږه نهه کارکوونکي وژل شوي چې دوه یې امنیتي ساتونکي وو. نېشنل ریسورسز لمیټډ ، چې په بلوچستان کې د مسو، سرو زرو، سرپو او جستو د زېرمو په لټون بوخت دی، د لکي سیمنټ ، فاطمه فرټیلایزر
او لیبرټي میلز شرکتونو ترمنځ د یوه ګډ شرکت په توګه جوړ شوی دی.
بلوچستان د پاکستان په سویل لوېدیځ کې یوه له کانونو بډایه خو ناارامه سیمه ده،چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.
تېره میاشت "بیریک مائننګ" (Barrick Mining) شرکت ویلي وو چې په سیمه کې د مخ په زیاتېدونکو امنیتي خطرونو له امله به په "ریکو ډیک" سیمه کې د مسو او سرو زرو پروژې په اړه خپله ارزونه وغځوي.








