ټرمپ: موږ د هورمز پر تنګي "بشپړ کنټرول" لرو او تر هغې چې خبرې اترې وروستۍ شوې نه وي، دا لاره به بنده وساتو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د اټومي برید احتمال رد کړ، خو دا یې هم وویل چې ښايي ایران د دوه اونیو اوربند پر مهال خپلې وسلې لږ څه بېرته سمبال کړې وي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی به اټومي وسله وکاروي، وویل: "نه، کله چې موږ ایران له هغې پرته په بشپړ ډول له منځه وړی وي، نو ولې اټومي وسله وکاروم؟" هغه زیاته کړه: "هېچا ته باید د اټومي وسلې د کارولو اجازه ورنه کړل شي."
ټرمپ دا هم وویل چې ایران ښايي د دوه اونیو اوربند په جریان کې خپلې وسلې "لږ څه" بېرته چمتو کړې وي، خو زیاته یې کړه چې امریکا کولای شي هغه ډېر ژر له منځه یوسي. هغه وویل: "د هغوی سمندري ځواک له منځه تللی، هوايي ځواک یې نشته او د الوتکو ضد دفاعي سیستم یې هم ختم شوی دی... که هغوی په دې دوه اونیو کې څه چمتو کړي هم وي، موږ یې په یوه ورځ کې له منځه وړو."
ټرمپ زیاته کړه: "زه غواړم تر ټولو غوره هوکړه وکړم. زه همدا اوس هم هوکړه کولای شم... خو نه غواړم دا کار وکړم. زه داسې یوه هوکړه غواړم چې د تل لپاره وي."
ټرمپ د اپریل په ۷مه ایران ته ګواښ کړی و چې "یو بشپړ تمدن به نن شپه مړ شي او هیڅکله به بېرته راژوندی نشي،" خو څو ساعته وروسته یې له اوربند سره موافقه وکړه، کوم چې ده پخپله په هغه جګړه کې غځولی چې د امریکا او اسرایل لخوا پیل شوې ده.
د هورمز تنګی
ټرمپ دا هم وویل چې امریکا د هورمز پر تنګي "بشپړ کنټرول" لري او دا لاره یې تر هغې بنده ساتلې چې خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږي. هغه وویل: "هغوی موږ ته راغلل او ویې ویل چې موږ د تنګي پر خلاصولو موافق یو. زما ټول خلک خوشحاله وو، خو زه نه."
هغه زیاته کړه: "ما وویل، یوه دقیقه صبر وکړئ، که موږ تنګی خلاص کړو، معنی یې دا ده چې هغوی به په ورځ کې ۵۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي. زه نه غواړم هغوی تر هغې چې دا موضوع حل شوې نه وي، ۵۰۰ میلیونه ډالره وګټي. نو ځکه ما دا لاره بنده وساتله."
د تېلو د بیو په اړه ټرمپ خبریالانو ته وویل چې امریکایان باید "د یو څه وخت لپاره" د لوړو بیو تمه ولري. پر ایران د امریکا او اسرایل جګړې په ټوله نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل چې دی د داسې ایران په لټه کې دی چې اټومي وسله ونه لري، ترڅو زموږ پر یو ښار یا ټول منځني ختیځ برید ونه کړي.
ایران د اټومي وسلو جوړول ردوي او د ملګرو ملتونو اټومي ادارې ویلي وو چې له جګړې وړاندې ایران اټومي بم جوړولو ته نږدې نه و. امریکا په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې په جګړه کې یې اټومي وسلې کارولې دي. د امریکا متحد، اسرائیل هم په پراخه کچه د اټومي وسلو لرونکی بلل کیږي، خو په ښکاره یې نه تاییدوي.









