اردوغان: "نړیواله ټولنه تورکیه د کلتوري فعالیتونو له لارې پېژني."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمېنه انقره کې د اړیکو په دویمه شورا کې وینا وکړه. اردوغان وویل چې هغه فلمونه، ډرامې او مستند فلمونه چې د تورکیې هویت، کلتور، تاریخ او ملي ارزښتونه په ډاګه کوي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېره مینه کتل کېږي.
نوموړي وویل:
"نړیواله ټولنه اوس تورکیه یوازې د هغو متنونو له لارې نه پېژني چې نورو لیکلي وي، او یا د هغو سینمایي فلمونو له لارې چې یوازې د بدنامولو په موخه جوړ شوي وي؛ بلکې د هغو فلمونو، ډرامو، مستندونو، ډیجیټل پلیټ فارمونو او کلتوري فعالیتونو له لارې یې پېژني چې زموږ خپل کلتور او واقعیت څرګندوي. دا یوه خورا ارزښتناکه لاسته راوړنه ده چې زموږ د هېواد 'نرم ځواک' زیاتوي، زموږ د ملت تجربې او ارزښتونه نړۍ ته لېږدوي او موږ معرفي کوي. موږ د دې لاسته راوړنې لا پراخولو ته ژمن یو."
اردوغان دغه راز لاندې څرګندونې وکړې:
"موږ د 'تورکیې پېړۍ' د جوړولو پر مهال، په عین وخت کې د داسې یوه داستان ژوندۍ بڼه وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبېږي، یوه لرغونې حافظه او یو داسې ځواکمن لیدلوری لرو چې راتلونکي ته لاره ښيي. زه پوره باور لرم چې ستاسو په مرسته به دغه لیدلوری نور هم مخته بوځو او د پرمختللې او پیاوړې تورکیې داستان به نړۍ ته په ډېر ځواکمن ډول ورسوو."






















