د تورکیې د ملي دفاع وزارت ویلي چې د تورکي پیلوټانو او تخنیکرانو لومړۍ ډله ټاکل شوې د اګسټ په میاشت کې انګلستان ته سفر وکړي ترڅو پر یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکو روزنه پیل کړي.
دا ګام د انقرې او لندن ترمنځ د یو لوجستیکي او تخنیکي هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته اخیستل کېږي چې موخه یې د تورکیې په هوایي ځواک کې د دغو الوتکو د مدغم کولو پروسې ګړندي کول دي.
تورکیې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ۸ میلیارده پونډو (۱۰.۷ میلیارده ډالرو) په ارزښت د ۲۰ یورو فایټر الوتکو د ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړ. دا هوکړه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیې د پخواني لومړي وزیر کییر سټارمر ترمنځ په انقره کې د کتنې پر مهال لاسلیک شوه.
د تورکیې د دفاع وزارت ویاند ذکي آق تورک د پنجشنبې په ورځ په یوه اونیزه خبري ناسته کې وویل: "د لاسلیک شوي تړون له مخې، د الوتنې او تخنیکي ساتنې پرسونل به هر کال انګلستان ته د زده کړو لپاره سفر کوي."
دوه انجن لرونکې ټایفون الوتکې د یو داسې کنسرسیوم (ګډ شرکت) لخوا تولیدېږي چې د بریتانیې 'بي اې ای سیسټمز' (BAE Systems)، 'ایربس' او د ایټالیا 'لیونارډو' (Leonardo) شرکتونه پکې شامل دي.
تر دې وړاندې، د ایربس د دفاعي او فضايي برخې اجرائیوي رئیس مایکل شول هورن ویلي وو چې د یورو فایټر تړون کولی شي له تورکیې سره یوې اوږدمهاله ملګرتیا ته لاره هواره کړي، ځکه دوی د تولید کچه لوړوي او د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره نور پرمختللي ماډلونه جوړوي.
دواړو هېوادونو همدارنګه د دفاع او دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو پراخ چوکاټي تړون هم لاسلیک کړی دی.
یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکې دا مهال د پنځو اروپايي هېوادونو (بریتانیا، جرمني، ایټالیا، اسپانیا او اتریش) او د خلیج د څلورو هېوادونو (سعودي عربستان، عمان، کویټ او قطر) لخوا کارول کېږي.





















