د امریکا په نیو جرسي ایالت کې د یوې سافټویري تېروتنې له امله زرګونه کسان چې د امریکا اتباع نه وو، د رایه ورکوونکو په لېست کې شامل شوي او له دې جملې څخه نږدې ۴۰۰ کسانو په ټاکنو کې رایه ورکړې ده.
د نیو جرسي د والي، میکي شیریل لخوا د خپاره شوي بیان له مخې، دغه تخنیکي ستونزه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ هغو نږدې ۶۶۰۰ کسانو ته پېښه شوې چې د ایالت د موټرو د کمیسیون له لارې یې د موټر چلولو جواز (لائسنس) یا د پېژندنې کارت (ایډي) لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو.
که څه هم غوښتنلیک ورکوونکو په سکرین باندې په څرګنده اعلان کړی و چې دوی د امریکا اتباع نه دي، خو په سیسټم کې د یوې خرابۍ له امله دوی په اتوماتیک ډول د رایه ورکوونکو په لېستونو کې اضافه شوي وو.
ایالتي چارواکو راپور ورکړی چې له دې کسانو څخه نږدې ۴۰۰ یې په ټاکنو کې رایه کارولې ده. ویل شوي چې دا رایې په ۲۰۲۴ کال کې په نیو جرسي ایالت کې د کارول شویو ۴ میلیونو رایو له ۰.۰۱ سلنې څخه هم لږ دي او د هیڅ کومې ټاکنې پر پایلو یې اغېز نه دی کړی.
والي شیریل وویل چې دا ستونزه تازه څرګنده شوې ده؛ هغې د دې موضوع د هر اړخیزې څېړنې امر کړی، غیرقانوني نوم لیکنې یې له لېستونو حذف کړې دي او اعلان یې وکړ چې د اړوند سافټویر جوړونکي شرکت سره به تړون لغوه او بل شرکت به وټاکل شي.
شیریل همداراز پر پخوانۍ ایالتي ادارې نیوکه وکړه چې دا ستونزه یې مخکې نه وه تشخیص کړې او له ولس سره یې نه وه شریکه کړې.
دې پېښې په هېواد کې د ټاکنو د امنیت په اړه بحثونه یو ځل بیا ګرم کړي دي. سپینې ماڼۍ ادعا کړې چې دا پېښه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د وړاندیز شوي "SAVE America" قانون د اړتیا ښکارندويي کوي؛ دغه قانون په فډرالي ټاکنو کې د تابعیت دقیق تثبیت جبري کوي. بلخوا، ډیموکراتانو او د رایې ورکولو د حقونو مدافعینو ویلي چې دا یوه ځانګړې او عادي اداري تېروتنه ده.



















