منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
د ایران پوځ اعلان کړی چې پر دغه هیواد د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه کړي دي.
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل

تهران اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ هغه ټول تاسیسات او اډې چې پر ایران په بریدونو کې کارول کېږي، د غبرګون لپاره مشروع نظامي اهداف ګڼل کېږي.

د ایران پوځ اعلان کړی چې پر دغه هیواد د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران هم ادعا کړې چې د جمعې په ورځ یې په بحرین کې د "امازون" اړوند یو معلوماتي مرکز  په نښه کړی دی. خو نه دغه امریکايي شرکت او نه هم د بحرین حکومت د دې ادعا په اړه څه ویلي دي. همدارنګه، امریکا هم تر اوسه د خپلو تاسیساتو یا پرسونل د په نښه کېدو پخلی نه دی کړی.

د ایران پوځ د دولتي تلویزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "نن سهار په بحرین کې د 'شیخ عیسی' هوايي اډه کې د امریکايي ترهګر پوځ د تیلو ټانکونه، د تجهیزاتو لوی ګودامونه او پوځي بارکونه د 'آرش' ډوله ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه شوي دي."

په بحرین کې د فرانس پریس (AFP) خبري اژانس یو خبریال ویلي چې د جمعې په ورځ یې د چاودنو غږونه اورېدلي او د خطر زنګونه هم غږېدلي، خو لا معلومه نه ده چې دا غږونه له یادو بریدونو سره تړاو لري که نه. د بحرین حکومت وروسته وویل چې "د ایران لخوا یو لړ هوايي بریدونه" یې شنډ کړي او الوتکې یې له منځه وړي دي. منامې (د بحرین پلازمېنه) تهران د ملکي وګړو په نښه کولو تورن کړ.

ایران دغه راز ادعا کړې چې په اردن کې یې د "الازرق" اډې هنګرونه او بارکونه په نښه کړي، خو د اردن پوځ ویلي چې د ایران لخوا توغول شوي ۷ توغندي او ۶ بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي او هیڅ ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی.

د ایران پوځ زیاته کړه چې په کویټ کې یې هم د "کمپ عیدیري"، "کمپ دوحه" او "کمپ عریفجان" کې د امریکا پوځي مرکزونه او د وسلو ګودامونه د بې پیلوټه الوتکو په واسطه ویشتلي دي. سپاه پاسداران ادعا کوي چې په "علي السالم" هوايي اډه کې یې د وسلو یو ډیپو ویجاړ کړی او امریکایي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تهران ټینګار کوي چې د امریکا هر هغه تاسیسات یا اډه چې پر ایران د برید لپاره وکارول شي، د دوی لپاره یو مشروع هدف دی.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه قوماندان، علي عبداللهي د جمعې په ورځ په سیمه کې میشتو امریکايي سرتیرو ته په ګواښ کې وویل: "موږ ستاسو لپاره دوزخ ته وړیا او یو طرفه ټکټونه چمتو کړي دي." هغه زیاته کړه: "د ایران د هر شهید شوي هیوادوال په بدل کې به یو امریکايي سرتیری دوزخ ته لیږل کیږي."

 

وپلټۍ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
حوثيانو بېړۍ چلوونکو شرکتونو ته د سعودي بندرونو د نه کارولو خبرداری ورکړ