سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
د تورکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې چین ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده

د تورکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې د ملتونو لیګ د سیالیو په نیمه پایلوبه کې د کوربه هیواد چین سره سیالي وکړه. د تورکیې پدې سیالۍ کې چین ته ۳ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

دا لوبه د چین په مکاو ځانګړې اداري سیمه کې ترسره شوه چې  د تورکیې ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له کوربه چین سره مقابله وکړه.

تورکیې د ۲۵-۲۱، ۲۵-۱۵ او ۲۵-۲۰ په سېټونو سره چین ته ماتې ورکړه او له ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو وروسته یې یو ځل بیا خپل نوم په پایلوبه کې ثبت کړ.

په پایلوبه کې د برازیل سره مقابله
د تورکیې ملي لوبډله به په پایلوبه کې د نړۍ د درجه بندۍ له دویمې لوبډلې، برازیل سره مخامخ شي.

ملي لوبډله به سبا د تورکیې په وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې د سرو زرو مډال ګټلو لپاره میدان ته ښکته شي. تورکیې تېر کال  د ملتونو لیګ په سیالیو کې کې او د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو کې له برازیل څخه ۳-۱ ماتې خوړلې وه، او اوس غواړي د هغو ماتو غچ واخلي.
برازیل چې د ملتونو لیګ  په تاریخ کې څلور ځله په پایلوبه کې ماتې خوړلې، دا ځل به په خپله پنځمه پایلوبه کې د لومړۍ اتلولۍ لپاره هڅه وکړي.

هدف؛ دویمه اتلولي
تورکیه چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په ملتونو لیګ کې برخه اخلي، په اتم ځل پایلوبو ته په رسېدو سره غواړي د دویم ځل لپاره د سرو زرو مډال وګټي.
ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې چین ته په ماتې ورکولو سره اتلولي ګټلې وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې یې له امریکا ماتې خوړلې وه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړی و.
تر دې دمه تورکیې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی او اوس یې خپل څلورم مډال هم یقیني کړی دی.
»
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران په خپله ایکس (ټویټر) پاڼه کې لیکلي: "د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې دا  ستر برید دې ټولو  مبارک وي. زه د والیبال ملي ښځینه لوبډلې ته مبارکي وایم چې په نیمه پایلوبه کې یې کوربه چین ته ۳-۰ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده. زه باور لرم چې هغوی به هېواد ته د اتلولۍ جام راوړي او په پایلوبه کې ورته د بریالیتوب هیله کوم."

 

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله