افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
اروپايي ټولنه د کډوالو د بېرته ستنولو د مسئلې  په اړه د خبرو لپاره طالب چارواکو سره په بروکسل کې خبرې کوي
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي / Reuters

اروپايي کمیسیون د دوشنبې په ورځ فرانس پریس  خبري اژانس ته وویل، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې طالب چارواکي بروکسل ته راوبولي ترڅو افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي. د باوري سرچینو په وینا، کابل ته به ډېر ژر یو لیک واستول شي ترڅو په بلجیم کې د دغې لیدنې نېټه وټاکل شي.

دا سفر، چې له سویډن سره په همغږۍ تنظیم شوی، په کابل کې د اروپايي چارواکو له هغو دوو سفرونو وروسته ترسره کیږي چې پر همدې موضوع شوي وو. د اروپايي ټولنې د اجرائیوي برخې یوه ویاند وویل: «چارواکي اوس په بروکسل کې د افغانستان د سرپرستو چارواکو سره په تخنیکي کچه پر یوې احتمالي تعقیبي ناستې کار کوي.» تر اوسه د دغه سفر لپاره کومه ځانګړې نېټه نه ده ټاکل شوې.

د ۲۰ هېوادونو لیک
د کډوالۍ د پالیسیو د سختولو په لړ کې، نږدې ۲۰ اروپايي هېوادونه پر دې غور کوي چې څنګه افغان کډوال  په ځانګړې توګه هغه چې جرمي سابقه او سوابق لري  بېرته افغانستان ته واستوي. د تېر اکتوبر په میاشت کې، څو هېوادونو له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د دې مسلې د پرمخ وړلو لپاره ډیپلوماټیکې او عملي لارې ومومي.

د کمیسیون ویاند زیاته کړه چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي ناسته شوې وه او اوس اروپايي ټولنه له سویډن سره یوځای کار کوي ترڅو دا بحثونه په بروکسل کې تعقیب کړي. داسې سفرونه ګڼې عملي او اخلاقي پوښتنې راپورته کوي، ځکه چې دا د طالبانو له حکومت سره تعامل ته اړتیا لري چې د اروپايي ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. بلجیم ته د طالب چارواکو د ننوتلو لپاره ځانګړو استثناوو (Exemptions) ته اړتیا ده، چې داسې ښکاري بلجیمي چارواکي ورته چمتو دي.

دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی. له ۲۰۲۳ کال راهیسې، له ۵ میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته ستانه شوي چې ډېری یې له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

جرمني په دې برخه کې مخکښ دی
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې یو میلون افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي دي. په ۲۰۲۵ کال کې هم افغانان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

خو په اروپا کې د کډوالۍ په اړه د عامه افکارو له بدلېدو سره، ځینو هېوادونو په خپله پرېکړه کړې؛ جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېر مجرم افغانان د قطر له لارې بېرته لېږلي دي. اتریش هم د سپټمبر په نیمايي کې په ویانا کې د طالبانو د یو پلاوي کوربه توب کړی و. اوس بلجیم او سویډن هم غواړي ورته ګامونه پورته کړي.

نیوکې او اندېښنې
دا پرېکړه د نادولتي موسسو او سیاسي کیڼ اړخو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) مشره لیسا اووین وايي: «یو داسې هېواد ته د افغانانو بېرته لېږل چې نیمايي نفوس یې د ځان مړولو وس نه لري، دا د کډوالۍ پالیسي نه ده، بلکې یوه داسې پرېکړه ده چې د خلکو ژوند اخیستلی شي.»

له بلې خوا، ډیپلوماتیکې سرچینې وايي چې دا سفر تر ډېره د عملي ستونزو د حل لپاره دی، لکه د هغو کسانو لپاره د پاسپورټونو صادرول چې په اروپا کې یې سفارتونه د طالبانو لخوا نه منل کیږي. همدارنګه اروپايي چارواکو په کابل کې د هوايي ډګر د ظرفیت او نورو تخنیکي جزیاتو په اړه هم څېړنې کړې دي.

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي