نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
امنیتي او سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې د مالي په شمال ختیځ میناکا ایالت کې پر استوګنیزو کمپونو د وسله والو کسانو لخوا د اونۍ د پای بریدونو کې له ۴۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي

بریدګر چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، له میناکا ښار څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې، د تینابو  کلي او تاګادایات  سیمې په شاوخوا کې پر هغو مېشت ځایونو برید وکړ چې تر ډېره د داوساهک  ټولنې غړي پکې اوسېدل.

د داوساهک ټولنې اجرائیوي دفتر ویلي دي  چې د دغه برید تر شا د داعش ترهګره ډله ده، یاده پېښه یې د یوې «ټولوژنې» په توګه غندلې او هغو ژغورل شویو کسانو ته یې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې چې میناکا ته بې ځایه شوي دي.

یاده ټولنه همدارنګه د  په نوم وسله والې ډلې د رامنځته کېدو اصلي ځای دی.

په ګاو (Gao) سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د فرانس پرېس  خبري آژانس ته وویل چې دا وژنې «په دې وروستیو کې په سیمه کې د ترسره شویو پوځي عملیاتو او د MSA ډلې د بریدونو د غچ اخیستنې په توګه» رامنځته شوي دي. سرچینې زیاته کړه چې لومړني راپورونه د شاوخوا ۴۰ تنو د مړینې ښکارندويي کوي، چې ډېری یې نارینه دي.

یوه بل امنیتي چارواکي وویل چې د تلفاتو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او یادونه یې وکړه چې وسله والو «پر هر هغه څه ډزې کولې چې حرکت به یې کاوه... چې ځوانان او سپین ږیري هم پکې شامل وو.»

د تینابو سیمې یوه عیني شاهد وویل: «څو لسګونه موټرسایکلونه ناڅاپه راورسېدل، بریدګرو پر ډزو پیل وکړ او کورونو ته یې اور واچاوه. دوی له هېچا سره خبرې ونه کړې او یوازې پر وژلو یې پیل وکړ. ما لسګونه جسدونه ولیدل.»

یوه ټاکل شوي سیمه ییز چارواکي د ښځو او سپین ږیرو په ګډون د ۵۰ څخه د زیاتو جسدونو لیدل تایید کړل.

مالي له ۲۰۱۲ کال راهیسې له څو اړخیزو امنیتي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، چې په کې ملي وسله وال ځواکونه او د هغوی نیمه پوځي متحدین د اورپکو ډلو، د طوارق (Tuareg) بېلتون غوښتونکو ډلو او جنایي شبکو پر وړاندې جنګېږي.

په دغه هېواد کې پوځي حکومت (خونتا) په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې تر کودتاګانو وروسته واک ترلاسه کړ.

د مالي پوځ تایید کړه چې د شنبې په ورځ یې د میناکا ښار په شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ سویل لوېدیځ کې هوایي بریدونه کړي او «هغه لویه اډه یې په نښه کړې چې ډېری ترهګر عناصر او پوځي تجهیزات پکې ځای پر ځای وو.»

 

وپلټۍ
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي