نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي چې په البرټا ایالت کې د وینرایټ  په پوځي اډه کې یوې جدي پېښې د لویې اورلګېدنې لامل شوې.
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې په البرټا ایالت کې د یوې "جدي پېښې" له امله په یوه پوځي اډه کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې وروسته د دفاع وزیر لخوا هم پکې د مرګ ژوبلې پخلی وشو.

کارني د اېکس (X) په شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا پېښه د وینرایټ په نوم د کاناډايي ځواکونو په اډه کې رامنځته شوې، چې د اډمونټون ښار ختیځ ته شاوخوا ۲۱۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د دفاع وزیر ډیویډ مک ګینټي د شنبې په ورځ ناوخته وویل چې دغې پېښې مرګ ژوبله اړولې ده.

مک ګینټي خبریالانو ته وویل: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې په اډه کې د رامنځته شوې پېښې له امله کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

د کاناډا د ملي دفاع وزارت یوې ویاندې وویل چې حکومت وضعیت له نږدې څاري او د نویو معلوماتو په ترلاسه کېدو سره به یې ژر تر ژره له رسنیو سره شریک کړي.

د وینرایټ ښاروالۍ وویل چې د ورځې په پیل کې اور د اډې د احاطې له کټارې اوښتی او یوې نږدې سیمې ته غځېدلی و، خو اوس په فعاله توګه کابو کېږي.

ښاروالۍ زیاته کړه چې د سیمې د تخلیې لپاره کوم امر نه دی صادر شوی.

د وینرایټ پوځي اډه  د کاناډا د پوځ له تر ټولو فعالو او بوختو اډو څخه شمېرل کېږي.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
د چین او شمالي کوریا ترمنځ سرحدي پل له ۱۲ کلونو وروسته پرانیستل شو
روسیې یو سویډنی تبعه د پوځي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو په تور نیولی.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په داسې حال کې چې اوکراین د امریکا پر ملاتړ شک کوي، ماسک له زیلینسکي وغوښتل چې له دندې استعفا وکړي
د ټرمپ اداره د استازو د جرګې د ډیموکراټ غړې الهان عمر د تابعیت لغوه کولو او شړلو لپاره پلټنې کوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لسګونو تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.