د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نیوکه وکړه چې په روسیه کې د ډیزلو د چاڼځایونو په په نښه کولو سره د ډیزلو نړیوالو بازارونو ته جدي زیان رسوي او د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا نه لري.
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د «ټروټ سوشل (TruthSocial)» په نوم ټولنیزې شبکې کې په خپله پاڼه کې خپرې کړې دي.
ټرمپ د دې په بیانولو سره چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سولې خبرې اترې پرمخ وړي، وویل چې نه غواړي داسې کوم کار وکړي چې روسیه په «احمقانه ډول» د خبرو له مېز څخه لرې کړي.
ټرمپ ادعا وکړه چې په خبرو اترو کې، چې د یرغمل شویو کسانو پر سر روانې خبرې هم پکې شاملې دي، لوی پرمختګ شوی او ټینګار یې وکړ چې هغه کولای شي د سولې هوکړهلیک «په هر هغه وخت کې چې ویې غواړي» لاسلیک کړي.
ټرمپ د دې په څرګندولو سره چې روسیې له ایران سره د مرستې لپاره ډېر لږ کار کړی او «حتی هېڅ یې نه دي کړي»، زیاته کړه: «او زه غواړم دا وضعیت همداسې وساتم، او تر هغې به یې وساتم چې احمق خلک پکې مداخله ونه کړي.»
"زیلینسکي دا جګړه نه غواړي پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې نه وي غوښتي"
له بلې خوا، ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نیوکه وکړه چې په روسیه کې د ډیزلو چاڼځایونه په داسې حال کې په نښه کوي چې پوهېږي دا کار د امریکا په ګډون د ډیزلو نړیوالو بازارونو ته جدي زیانونه رسوي.
ټرمپ وویل چې د دغو بریدونو له امله کروندګرو او نورو سوداګریو ته لوی زیان اوښتی دی، خو له دې سره سره یې دې ته پام واړاوه چې روسیه نړۍ ته په ټیټه بیه میلیونونه بېرله ډیزل لېږي.
ټرمپ وویل: «زیلینسکي پروا نه لري او په ښکاره توګه، د هغو ټولو پیسو سره سره چې اروپا او درغلي کوونکي (پخواني ولسمشر) جو بایډن په تېر کې هغه ته ورکړي، نه غواړي دا جګړه پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې نه وي غوښتي. دوه کاله وړاندې هغه کولای شول چې د اوس په پرتله ډېره غوره هوکړه وکړي.»
ټرمپ د دې په بیانولو سره چې «د زیلینسکي هېواد په ویجاړ حالت کې دی، د خاورې لویه برخه یې له لاسه ورکړې، او نارینه نفوس یې یا ټپي او یا وژل شوی دی»، یادونه وکړه چې هغه غواړي د اوکراین او روسیې ترمنځ دا جګړه چې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهیسې روانه ده، ژر تر ژره پای ته ورسېږي.























