د جرمني یوې محکمې تېره اونۍ په خپله یوه اعلامیه کې ویلي وو، له محکوم شویو کسانو څخه یو یې، چې پر ۸.۵ کاله بند محکوم شوی، د ایران د استخباراتي ادارې لخوا رهبري کېده.
د هامبورګ محکمې په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې ده: «محکمه پر دې بشپړ باور لري چې تورن ‹علي س.› د ایران د پټو استخباراتو لخوا استخدام شوی او د ایران د لارښوونو پر بنسټ په جرمني کې د دولتي ملاتړ لرونکو ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه په دغه شبکه کې ځای پر ځای شوی و.»
بل تورن چې تر دې وړاندې د افغان تبعه ‹تواب م.› په توګه معرفي شوی و، د ترور په دغه پلان کې د خپلې ونډې درلودلو له امله پر ۴ کاله او ۶ میاشتې بند محکوم شو.




















