د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په اروپا کې په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي، او دا یې "بې معنی" بللي دي او ویلي یې دي چې نور هېڅوک دغه تورونه جدي نه ګڼي.
پیسکوف د دوشنبې په ورځ زویزدا نیوز ته وویل: "هیڅوک نور هیڅ ځای کې دا ډول بې معنی تورونه جدي نه ګڼي. حتی په خپله په اروپا کې هم نه."
د اکتوبر په ۱۷مه په پاریس او نورو فرانسوي ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول، چې په ځینو ځایونو کې لاریونونه په بلواوو بدل شول. راپورونه وايي چې لاریون کوونکو د ښاروالۍ ودانیو ته اور واچاوه، دوکانونه یې لوټ کړل او د پولیسو په مرکزونو یې بریدونه وکړل.
پیسکوف دا هم وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړي وزیر میخایل میشوستین له هغو وړاندیزونو ملاتړ کړی، چې د حکومت د جوړښت د بدلون په اړه دي.
پیسکوف وویل چې میشوستین د دوشنبې په سهار د پوتین سره د کاري غونډې په جریان کې دغه وړاندیزونه وړاندې کړل، پرته له دې چې مشخص کړي چې کوم چارواکي به اغیزمن شي.
د روسیې د اساسي قانون له مخې، میشوستین به اړوند نوماند کسان د تصویب لپاره د روسیې دولتي دوما ته وسپاري.
له پیسکوف څخه وپوښتل شول چې ایا د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د روان کال تر پایه یا په ۲۰۲۷ کال کې روسیې ته سفر وکړي، نوموړي وویل چې ډېر احتمال شته دغه سفر راتلونکی کال ترسره شي.
د روسیې او هند ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت د ۲۰۰۰ کال د اعلامیې له مخې، د دواړو هېوادونو مشران هر کال سره ګوري. پسکوف وویل، مودي به د ټاکل شوي نوبتي مهالوېش له مخې په خپل راتلونکي سفر کې روسیې ته ولاړ شي.
پیسکوف دا هم وویل، چې د پوتین کلنۍ ټلوېزیوني خپرونه، چې خلک پکې د ټیلیفون له لارې پوښتنې ترې کوي، او خبري کنفرانس په دودیز ډول د دسمبر لپاره ټاکل شوی و.





















