د اسوشیټېډ پریس (AP) خبري اژانس د راپور له مخې، چې د هغو پاکستاني چارواکو له قوله یې ورکړی چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، د پاکستان پوځ او افغان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د کرمې په سیمه کې د فرضي پولې په اوږدو کې په څو ځایونو کې نښتې کړې دي.
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې په دې نښته کې د پاکستان پوځ د خپلو توپچي ځواکونو په ملاتړ پر پوله د افغان امنیتي ځواکونو سنګرونه له منځه وړي دي.
پر پوله مېشتو افغان امنیتي ځواکونو هم د پاکستاني لوري پر لور ډزې کړې دي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزه
په پاکستان کې وسله وال بریدونه تر ډېره په هغو ایالتونو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات شوي دي، چې له افغانستان سره پوله لري.
په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو توکمونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه ترسره کوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبانو (TTP) په افغانستان کې پټنځایونه او سنګرونه جوړ کړي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت بیا دا ادعاوې ردوي.
په بلوچستان کې بیا د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کېږي. د بلوچستان د ازادۍ پوځ غواړي چې بلوچستان له پاکستان څخه بېل شي او بلوڅان پخپله پر دې سیمه واکمني وکړي.




















