تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي: «په داسې یوه ننګونکي پړاو کې چې زموږ شاوخوا سیمه له بحرانونو، جګړو او جګړه ییزو نښتو سره مخ ده، موږ خپل ملت له دغو خطرونو لېرې ساتلی دی.»
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
رجب طيب أردوغان

اردوغان په ډاګه کړه چې ۱۰۷ کاله مخکې (له ۱۹۱۹ کال څخه د تورکیې د خپلواکۍ د جګړې له لومړني ګام) له سامسون ښار څخه پیل شوی د استقلال مزل، نن ورځ د یوه لوی او پیاوړي تورکیې په  لوري روان دی. هغه زیاته کړه: «له موږ سره سمدستي شاته، له استقلال څخه تر استقلال پورې د غزېدلې لارې دوه پیاوړې نښې حضور لري؛ یو خوا د باندرمه (Bandırma) بېړۍ او تر څنګ یې د TCG Anadolu جګړه ییزه بېړۍ ده. دا لاره چې له باندرمه بېړۍ پیل او تر TCG Anadolu دوام مومي، د دې ثبوت دی چې تورکیه له کومه ځایه کوم ځای ته رسېدلې ده. د څښتن تعالی شکر دی چې موږ تر نن ورځې پورې په توپانی سمندرونو کې تورکیې ته د نجات او سلامتیا ساحل موندلی دی. زموږ په شاوخوا سیمه کې د روانو ناخوالو پر مهال، موږ خپل هېواد ته په ډېرو برخو کې تاریخي بریاوې او لاسته راوړنې په برخه کړې.»

د «د ترهګرۍ نه د پاکې تورکیې» بهیر په اړه د یوه زده کوونکي د پوښتنې په ځواب کې، اردوغان وویل: «په ختیځې او سویل ختیځې اناتولیا کې له ترهګرۍ څخه راپیدا شوې ستونزې خورا لویه وې، خورا سترې ننګونې مو لیدلې، خو د خدای په فضل او مهربانۍ، اوسمهال په سویل ختیځې او ختیځې اناتولیا سیمو کې د ترهګرۍ په نوم هېڅ څه نه دي پاتې.»

نوموړي په یادو سیمو کې د ډاډمن چاپیریال ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې اصلي موخه یې ټولې ختیځې او سویل ختیځې اناتولیا ته د تلپاتې سړې سينې او ډاډمنې فضا راوستل دي.

 

وپلټۍ
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
په استانبول کې، د داعش سره تړاو لرونکی مشکوک شخص ونیول شو
د تورکیې د استخباراتو مشر کالین په اتن کې له خپل یوناني سیال سره وکتل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
څنګه تورکیې په ۲۵ کلونو کې خپل دفاعي صنعت بدل کړ؟
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
د مکې تړون ولې مهم دی؟