د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۶ کال د اروپا د اتلولۍ په پایلوبه کې ایټالیا ته ۳-۲ په ماتې ورکولو سره د هېواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان په خپله ټولنیزه پاڼه کې په یو خپور شوي پیغام کې ویلي: "زه د زړه له کومې د خپل هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته مبارکي وایم چې د ۲۰۲۶ کال د اروپا د اتلولۍ په ګټلو سره یې یو ستر بریالیتوب ترلاسه کړ او زموږ ملت یې یو بل افتخار ورپه برخه کړ."




























