د تورکیې دفاعي صنعت په تېرو ۲۵ کلونو کې یو حیرانوونکی بدلون موندلی دی. دا سکتور چې پخوا یې یوازې د نورو هېوادونو په جواز (لایسنس) وسلې تولیدولې او په بهرنۍ ټیکنالوژۍ تکیه وه، اوس په یو داسې صنعت بدل شوی چې په کور دننه پرمختللي پلیټ فارمونه، ستراتیژیکې ټیکنالوژۍ او لوړ ارزښت لرونکي محصولات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.
د دې بدلون کچه په ارقامو کې په ښکاره ډول لیدل کیږي. تورکیې په ۲۰۰۲ کال کې یوازې ۵۶ دفاعي شرکتونه او نږدې ۶۲ پروژې لرلې، خو تر ۲۰۲۶ کال پورې د شرکتونو شمېر له ۴۵۰۰ څخه واوښت او د فعالو پروژو شمېر له ۱۴۰۰ څخه زیات شو، چې ټولیز ارزښت یې له ۱۰۰ ملیارد ډالرو څخه ډېر دی.
د دفاعي او فضايي صنایعو صادرات چې په ۲۰۰۲ کال کې ۲۴۸ ملیون ډالره وو، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰.۰۵ ملیارد ډالرو ته لوړ شول. یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دا صادرات ۵.۷۹ ملیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
له بهرني پیرود څخه تر کورني ډیزاین پورې
د ۲۰۰۰ کلونو په پیل کې، تورکیې تر ډېره چمتو وسلې اخیستې او یا یې د نورو په اجازه په کور دننه تولیدولې. خو د وخت په تېرېدو سره، تمرکز په کور دننه ډیزاین، د برخو په ځايي تولید او د مهمو ټیکنالوژیو پر کنټرول شو. د څیړنې او پراختیا (R&D) بودیجه له ۴۹ ملیون ډالرو څخه ۳.۵ ملیارد ډالرو ته لوړه شوه او په وسلو کې د کورنیو تولیداتو ونډه له ۲۰ سلنې څخه ۸۵ سلنې ته پورته شوه.
ډرون الوتکو تورکیه د نړۍ په نقشه کې ځای کړه
بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د تورکیې د دفاعي صنعت د لوړتیا ترټولو روښانه سمبول دی. د بایکار شرکت "بایراکتار TB2" تورکیه د نړۍ په کچه د جنګي ډرونونو په یو لوی صادرونکي بدله کړه. ورپسې "اکنجي" (Akinci) او د جېټ انجن لرونکې "قزل ایلما" (Kizilelma) الوتکې د تورکیې وړتیاوې نورې هم زیاتې کړې.
جنګي الوتکې او سمندري ځواک
تورکیه اوس یوازې په ډرونونو بسنه نه کوي. د "قاآن" (KAAN) پنځم نسل جنګي الوتکې پروګرام د تورکیې یو له خورا ستونزمنو او پیچلو فضايي پروژو څخه دی. د دې ترڅنګ، په سمندري برخه کې د "میلګیم" (MILGEM) پروګرام له لارې تورکیې د جنګي کښتیو، فریګټونو او حتی د سب میرینونو (اوبتلونو) په جوړولو کې لویه بریا ترلاسه کړې ده. "TCG Anadolu" کښتۍ، چې د نړۍ لومړنۍ د ډرونونو لېږدوونکې کښتۍ ده، د تورکیې سمندري ځواک ته نوې بڼه ورکړې ده.
هوايي دفاع او "پولادي ګومبزه"
تورکیې خپل کورنی هوايي دفاعي سیسټم د "حصار" او "سیپر" په څېر پروژو سره پراخ کړی دی. د "Steel Dome" یا پولادي ګومبزې (Çelik Kubbe) مفهوم د رادارونو، حسګرانو، الکترونیکي جګړې او هوايي دفاعي وسلو یوه شبکه ده چې د هېواد فضا په بېلابېلو کچو کې ساتي. همدارنګه د "سوم"، "اتماجه" او "تایفون" په څېر د توغندیو پروګرامونو تورکیې ته په لیرې واټن کې د دقیقو بریدونو وړتیا ورکړې ده.
انجنونه: راتلونکی هدف
د انجنونو په کور دننه تولید د تورکیې لپاره د ټیکنالوژیکي خپلواکۍ وروستۍ کرښه ده. د PD170 او TF6000 په څېر پروژې هڅه کوي چې د بې پیلوټه او جنګي الوتکو لپاره انجنونه په کور دننه جوړ کړي، ترڅو په دې برخه کې هم پر بهرنیو هېوادونو تکیه ختمه شي.
له پلور څخه تر نړیوال شراکت پورې
اوس د تورکیې ماډل یوازې د وسلو پلور نه دی. ترکي شرکتونه خپلو مشتریانو ته روزنه، ساتنه (Maintenance)، او د ټیکنالوژۍ شریکولو وړاندیزونه هم کوي. اوسمهال د تورکیې دفاعي محصولات ۱۸۵ هېوادونو ته صادریږي او نږدې ۲۳۰ ډوله بېلابېل محصولات په ټوله نړۍ کې په کار وړل کیږي.
په لنډه توګه، دا ۲۵ کلن بدلون یوازې د وسلو د شمېر ډېرول نه وو، بلکې د یو داسې بشپړ دفاعي ایکوسیستم رامنځته کول وو چې په خپله ډیزاین، تولید، صادرات او د وسلو ساتنه کولی شي.






















